اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان وئيلي دي په نيمه اوچه كښې د مسلمانانو د اقتدار يو زرين دور تېر شوے ولې افسوس په دې خبره چې ځوان كول د دې نه خبر نه دے۔ هڅه بايد وكړې شي چې په دې زرين دور فلم او ډرامه جوړولو سره د پروپېګنډو كوؤنكو عزائم ناكامه كړې شي۔ پاكستانۍ ډرامې تر 80 لسيزې ټوله نړۍ كښې مقبولې وې٬ د پاكستان فلم او ډرامه انډسټري له به ځائي كلتور ته وده وركولو له كار كول وي دغسې چې د لوئيديز نه اثر اغستونكے نسل خپل اصل كلتور نه خبر كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د کمال تیکدین په مشرۍ كښې د ترك ډرامې سيريل ارتغرل باني ډلې سره ملاقات كښې وكړه كومو چې د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ ملاقات كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز، د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهریار آفریدی او د ترک او پاکستان فلم انډسټرۍ سره تعلق لرونكي شخصيات هم موجود وو۔ په غونډه كښې د تركيه او پاكستان په مرسته په تحريك خلافت كښې د نېمې اوچې څخه په تعلق لرونكې نوموړي كردار ترك لاله په بابله په مجوزه ټېلې ويژن سيريز هم تفصيلي خبرې وشوې ۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهریار آفریدی غونډه د ترك لاله تحريك خلافت لپاره مهم كردار او تركيه كښې د هغه د اهميت نه خبر كړه او د پاكستان نوے نسل د خپلو تاريخي اتلانو نه په خبرولو هم رڼا واچولې شوه ۔ کمال تیکدین پاكستان كښې د ترك ډرامو خپرولو له د وزيراعظم د پورته كړي ګام ستائنه كولو سره ووئيل وزیرِاعظم عمران خان او ترک صدر رجب طیب اردګان يو وژن لري چې د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره د دغې هېواد د ځوان نسل خپل تاريخ او خپل كلتور نه خبرېدل ډېر ضروري دي۔ وزيراعظم په دې موقع ووئيل پاكستانۍ ډرامې تر 80 لسيزې ټوله نړۍ كښې مقبولې وې٬ د پاكستان فلم او ډرامه انډسټري له به ځائي كلتور ته وده وركولو له كار كول وي دغسې چې د لوئيديز نه اثر اغستونكے نسل خپل اصل كلتور نه خبر كړے شي او د داسې معاشرتي ناروا كارونو نه بچ شي كومو سره چې د ګاونډيانو هېوادونو نوے كول د لوئيديز مواد نشر كولو له امله مخ دے۔ وزيراعظم زياته كړه چې په نيمه اوچه كښې د مسلمانانو د اقتدار يو زرين دور تېر شوے ولې افسوس په دې خبره دے چې ځوان كول د دې نه خبر نه دے۔ ده ووئېل بايد هڅه وكړې شي چې په دې زرين دور فلم او ډرامه جوړولو سره د پروپېګنډو كوؤنكو عزائم ناكامه كړې شي۔