خارجه وزارت په كال 2020 كښې د پاکستان د خارجه پاليسو د ځانګړو كاميابيو په اړه رپورټ جاري کړو

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) خارجه وزارت په كال 2020 كښې د پاکستان د خارجه پاليسيو د ځانګړو كاميابيو په اړه د جاج رپورټ تېره ورځ جاري کړے دے ۔ د جاج اغستو رپورټ له مخې پاکستان منطقه او نړۍ كښې عمر له د امن او استحكام مرستيال پاتې شوے او د افغانستان امن عمل سرخېل په حېث ئې په منطقه كښې د اجتماعيت وړ او سوكاله سباٶن لپاره د امن ترلاسه كولو هڅې كړي او دې مقصد لپاره ئې
٭ په فروري كال 2020 كښې د امريكې او طالبانو ترمېنځه په امن تړون كښې سهولت كاري كړې
٭ په ستمبر كال 2020 كښې بين الافغان مذاکرات پېل شوي
٭ په دسمبر كال 2020 كښې دوحه كښې د افغان ډلو د قواعد او ضابطو پحقله لوظنامه شوې۔
٭ وزيراعظم عمران خان د افغانستان وړومبنۍ دوره كړې او جامع دوه اړخيزه شراكتدارۍ لپاره ئې د شريك وژن بنياد اېښودے
معاشي سفارت کارۍ لپاره د نوو امكاناتو لټون او د دغې د پراختيا په غرض سره
٭ افريقې سره د روابطو زياتولو پاليسۍ له مخئ په تاريخ كښې په وړومبي ځل د پاکستان افريقې د تجارتي ودې كنفرنس په نېروبي كښئ شوے۔
٭ خارجه وزير ګرده نړۍ كښې د پاکستان په سفارتخانو كښې هر يو لپاره د سمت او هدفونو سر كولو تعين كړے دغسې چې د معاشي سفارتکارۍ په مېدان كښې بشپړه كاميابۍ ترلاسه كړې شي۔
٭ خارجه وزير كاروباري ادارو سره په ګډه قامي مقاصد ترلاسه كول ښودلي او د سركاري او نجي څانګې ترمېنځه ئې د نزدې اړيكو بنياد اېښودے٬ دغسې چې د معاشي سفارتکارۍ اثرات زيات كړے شي۔
٭ وزيراعظم عمران خان په عالمي اقتصادي فورم (ډبليو۔اي۔اېف) ډېووس كښې شوې غونډې ته خطاب كړے او په ورچوئل كنټري ستراتېژك ډآئيلاګ كښې ئې ګډون كړے او ھغه د معاشي استحكام لپاره د پاكستان اېجنډا رامخې ته كړې۔
پاکستان يوې بهتره نړۍ لپاره تخليفي حل وړاندے كړے:
٭ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ئې د استصواب رائے حق پحقله د پاكستان وړاندې كړ قرارداد په متفقه توګه منظور كړے او نوآبادياتي، غېرملکي او د بهرنۍ قبضې په نښه كېدونكي اولس لپاره ئې د استصواب رائے حق له د عزم پخلے كړے۔
٭ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پاكستان په اشتراك سره وړاندې كړے قرارداد منظور كړے چې پكښې د مقدس علاماتو او شخصياتو احترام كول او د بېلا بېلو مذهبونو او كلتورونو ترمېنځه د مكالمې د ودې ملاتړ شوے۔
د موجودہ حکومت هلو ځلو سره د سوله ايز پاكستان په نړيواله كچه اعتراف شوے چې له مخې ئې
٭ ملګرو ملتونو، امريکې، برتانيې، كاناډا، جاپان او فرانس پاکستان لپاره په سفري هدايت نامو نظرثاني كړې
٭ د هند د رياستي ترهګرۍ او د ناسمه اطلاعاتو خپرولو اېجنډا ئې بې نقابه كړې۔
د نړيوالې اېجنډې تشكيل لپاره د پاكستان په هلو ځلو كښې دا خبره باوري كړې شوې چې سيمه ايز٬ نړيوال او په دوه اړخيزه فورمز د كشمير مسئله په اېجنډا او ملاقات كښې شامله وي۔
٭ د اسلاموفوبيا مقابله: 15م مارچ د اسلاموفوبيا په ضد د نړيوالې ورځ په توګه د لمانځلو تجويز په هر فورم وړاندے كړے شوے۔
٭ د کشمير او فلسطين اولس لپاره د ناقابل تنسيخ استصواب رائے حق ملاتړ او د اسرائيل نه تسليمولو اصولي پرېكړه شوې۔
٭ د هر څه نه زيات وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 75مې غونډه كښې په جاميت وېنا كړې ۔
٭ پاکستان د ملګرو ملتونو د معاشي او سماجي کونسل (اېکوساك) په يوه خله صدر منتخب كړے شوے كومه چې د عمومي اسمبلۍ او سلامتي كونسل نه پس د ملګرو ملتونو مركزي اداره ده۔
٭ پاکستان په ايشيائي_ پسيفك منطقه كښې په پنځو كانديدانو كښې د ټولو نه زيات ووټونه ترلاسه كولو سره د ملګرو ملتونو د بشړي حقونو د كونسل بيا غړے تاكلے شوے۔
٭ او۔آئي۔سي سره د پاكستان د تړٶن څرګندونه او امن كښې د كردار به اعتراف پاكستان د خارجه وزيرانو د كونسل 2021 كښې د 48مې غونډې كوربتوب لپاره ټاكلے شوے
٭ خارجه وزير په نړيواله كچه سوچ لپاره نړيوالو مشرانو سره رابطې جوړې كړې، خارجه وزير په ګرده نړۍ كښې اړوندو ډلو سره د رابطو د لارې اثر و نفوذ او رسنه زياته كړې ۔
٭ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر وولکان بوزکر ته پاکستان ته په راتګ هركلے شوے او کثيرالقوميت لپاره ئې پاكستان د عزم پخلے كړے۔
٭ د کرونا باوجود پاکستان د غېرملکي شخصياتو د راتګ مركزي مقام پاتې شوے٬پاکستان ته دورہ کوونكو شخصياتو كښې
٭ د ترکيه صدر
٭ د ابوظهبي ولي عهدہ
٭ د بوسنيا هرزيګووينا د پريذيډنسي چئيرمېن
٭ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر
٭ افغانستان كښې د قامي روغې جوړې د اعلي کونسل چئيرمېن
٭ د افغانستان اولسي جرګې سپيکر
٭ د چين د سټيټ قونصلر او دفاع وزير
٭ د انټر پارليمنټري يونين صدر
٭ د ايران خارجه وزير شامل دي
٭ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي روايتي او د ډيجيټل سفارتکاري ايجنډا په ېرقرار ساتلو او په دې لړ كښې ئې د ايران، سعودي عرب،امريکې، قطر،متحدہ عرب امارات (يو۔اے۔اي)،نائيجراو ماسکو دورې كړې۔
د دې نه علاوه صدر او خارجه وزير په ھغه اولين غېر ملكي شخصياتو كښئ شامل وو چا چې د كرونا صورتحال په بهتر كېدو د چين دوره كړې دغسې چې د چين ملاتړ او ورسره د يوالي څرګندونه وكړې شي او د ژورې او ازمائيلې شوې ستراتېژك كواپريتٶ شراكتدارۍ ته لا وده وركولو سره په دې لړ كښې د عزم پخلے وكړے شي٬ د ورورولۍ اړيكو لا مستحكمولو لپاره وزيراعظم عمران خان د ماليزيا او قطر دورې كړې۔
٭ د اروپائي ائتلاف د پاکستان ستراتېژك ډائيلاګ او ټي آر ټي ورلډ فورم كښې د تركيه او فن لېنډ خارجه وزيرانو سره د مذاكراتو پشمول يو شمېر ډيجيټل غونډو كښې ګډون كړے ۔
د خارجه وزير وژن په رڼا كښې پاکستان اولسي او ډيجيټل سفارتکارۍ لپاره په نوي دور كښې فعاله كردار لوبوي۔
٭ د ډيجيټل مرستې په تنظيمونو كښې ګډون له پاکستان د ډيجيټل رابطو نوي دور ته داخل شوے دغسې چې د ملټي ليټرل ډيجيټل ډپلوميسي په ډګر مخ په وړاندې لاړ شي۔
٭ هم خياله هېوادونو سره د دوه اړخيزه اولسي سفارتكارۍ تبادلې لپاره روابط جوړ كړې شوي او په دې لړ كښې وړومبې رابطه د پاکستان او ترکيه ترمېنځه شوې۔
٭ د پخوانو سفيرانو او نوموړو صنعتي شخصياتو پشمول د اولسي سفارتكارۍ يو خاص مشاورتي ګروپ جوړ كړے شوے دغسې چې پبلك پاليسۍ ته په خاص توګه پام وګرځولې شي٬ پبلك ډپلوميسي لپاره په خاص توګه د يو صلاحكار ټاكنه هم شوې۔
٭ پاکستان د نامتو ډيجيټل سټيك هولډرز پشمول يو ډيجيټل ډپلوميسي ګروپ جوړ كړے
٭ د سفارتخانو او سفيرانو د لارې ډيجيټل ډپلوميسي لپاره يوې نوې اېجنډې سره په خارجه وزارت كښې ډيجيټل فورم جوړ كړے شوے او د ډيجيټل صلاحيت وړ جديد ديجيټل بريفنګ روم جوړ كړے شوے
٭ يو اېپ جوړ كړے شوے چې د لارې ئې خارجه وزير د خارجه دفتر د مركزي دفتر د ګردې نړۍ 117 سفارتخانو سره تړلے شوے دغسې چې په سمدستي توګه رابطه وكړې شي او د كرونا په سخت صورتحال كښې د سپېځلې کميونيکيشن نوې لارې هوارې شي۔
د پاکستان د انسانيت پحقله خاص اقدام:
٭ په ګرده نړۍ كښې د پاکستان سفارتخانو بهر هېوادونو څخه پاكستانيان بېرته راوستلو لپاره د هېواد په تاريخ كښې په لوي آپريشن كښئ بے مثاله کردار لوبولے او د دغې عمل د لارې ئې د 70 هېوادونو سره د كرونا په صورتحال كښې ايسار 2 لكه 20 زره نه زيات پاكستانيان هېواد ته رارسولي او د دوي تر بېرته رارسولو ئې ورله د استوګنې ٬ پالنې ٬ حفاظت او خوراك څښاك بهر هېوادونو كښې اړوندو سفارت خانو انتظام كړے۔
٭ خارجه دفتر 24 ساعته فعال کرائسيس مينجمنټ يونټ جوړ كړے ۔ دا يونټ په خاص توګه بهر هېوادونو كښې د ايسارو پاكستانيانو هېواد ته په رارسولو او د دوي د مررستې مقصد لپاره جوړ كړے شوے
٭ په نړيوال فورمز پاکستان د کرونا وباء نه بچ كېدو لپاره د خپلو تجربو څخه نړۍ خبر كړې چې پكښې اېس سي او، سارك او اوآئي سي شامل دي۔
٭ د وژن “اېف او” له مخې خارجه وزير آنرز فهرست جاري كړے٬ د دې مقصد بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ډاډګيرنه كول وٶ چا چې په خپل كوربه هېواد كښې ځانګړې كاميابۍ او په مثبت هلو ځلو كښې نامه پېدا كړې۔ سږ كال خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي په خاص توګه بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ډاډګيرنه كړې چا چې د كرونا وباء په مهال خپلو اړوندو هېوادونو كښې ځانګړې كارونه كړي او د ځائي آبادۍ مرستې له ئې د غېر معمولي هلو ځلو څرګندونه كړې۔
٭ د ملګرو ملتونو په امن دستو كښې پاکستان ګرده نړۍ كښئ د انسانيت خدمت كښې د ټولو نه وړاندې دے
٭ د ملګرو ملتونو كډوالو لپاره هائي كمشنر (يواېن اېچ سي آر)په اشتراک سره پاكستان د افغان كډٶالو د څلوېښتو كالو په عنوان نړيوال كنفرنس كړے
٭ د کرونا وبا درملنې لپاره په مناسب بيعه د موثره واكسين ترلاسه كولو لپاره دا مهال پاكستان د بېلا بېلو ذريعو د لارې خبرې ترې كوي۔
٭ پاکستان د کشميريانو د بشري حقونو له عمرله د نړۍ په فورمونو اوليت وركړے او په دې لړ كښې ئې د ملګرو ملتونو ، بشري حقونو كمېشن ٬ او۔آئي۔ سي، انټرنيشنل پارلماني يونين (آئي۔پي۔يو) پشمول په ټولو مهمو فورمونو غږ پورته كړے٬ په دې لړ كښې:
٭ د پاکستان د هلو ځلو په سبب په پنځم اګست كال 2019 د 55 كالونو د مودې نه پس د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل درې ځله د جمو و كشمير په شخړه غور شوے۔
٭ د پاکستان په غوښتنه د اګست كال 2019 نه پس په جمو و كشمير د او آئي سي د رابطه ګروپ درې ځله غونډې شوې۔
٭ نيامے ډيکلريشن كښې “او آئي سي” په جمو و كشمير اصولي او د سپينو ټكو واضح موقف څرګند كړے۔
٭ د بشري حقونو ګروپ او نړيوالو مشرانو په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كښې په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو په نړيواله توګھ په متفقه غندنه كړې۔
٭ د برتانيه بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكو 12 پارلماني غړو د پاكستان او آزاد جمو و كشمير دوره كړې۔
٭ د امريکائي کانګريس د خارجه چارو كمېټۍ د هند خارجه وزير ته په چيټۍ كښې په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كښې د جمو و كشمير په بابله تشويش څرګند كړے۔
٭ د پرتګال پارلمان كښې په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كښې په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو په بحران قرارداد وړاندې كړے شوے۔(GUL)

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں