ملتان ۔03فروری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزیر مملکت زرتاج ګل وئيلي دي اوسني حكومت چې په كوم ډول د نړۍ په وړاندې د كشمير مسئله پورته كړې په تېرو وختونو كښې مثال نه لري۔ وزیراعظم عمران خان د كشميري اولس سفير په توګه ھڅې كوي۔ د هند د تسلط نه آزادي د كشميري اولس مقدر دے۔ د هند ناوړه څېره نړۍ ته په ورمخې ته شوې۔”اے پی پی“ سره خبرو كښې وزير مملكت ووئيل هغه ورځ لرې نه ده كله به چې كشميرے اولس د خپل سباؤن پرېكړې په خپله كوي۔ هغې ووئيل پاكستان به په هره كچه د كشميريانو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ هغې ووئيل د فرورۍ 5 مه نېټه د كشمير سره د يو والي ورځی په توګه لمانځلو سره نړۍ نه دا غوښتنه كوؤ چې هغوي كشميري اولس ته د آزادۍ حق وركړي۔ هغه ووئيل قائداعظم محمد علی جناح كشمير د پاكستان شه رګ او د پاكستان وجود له ضروري ګرځولے ولې هند د تېرو 73 كلونو نه كشمير قبضه كړے۔ هغې ووئيل هند سره د ملګرتيا اړيكو خوب ليدونكي دې هم د كشمير په مسئله د وزیر اعظم عمران خان ملګرتيا وكړي ولې چې اوسني حكومت چې په كوم ډول د نړۍ په وړاندې د كشمير مسئله پورته كړې په تېرو وختونو كښې مثال نه لري۔ هغې غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه او او آئي سي دې كشمير كښې روان ناوړه لاك ډاؤن ختمولو او د كشميري آزاد رياست حېثيت بحالولو له خپل كردار ترسره كړي۔