كوئټه 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خالي په ورځ په يوه ورځنې دوره كوئټه ته ورسېدو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د مواصلاتو وزير مولانا اسعد محمود، د منصوبه بندې وزير احسن اقبال او د بلوچستان نېشنل پارټۍ چيئرمېن سردار اختر مېنګل هم وزيراعظم سره دي.