اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د سعودي عرب دورې په مهال به د سعودي مشرانو سره ګڼ اړخيزه مذاكرات كوٶ۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل زه د ورورولۍ او د دوستۍ د رشتو تجديد او پخلي لپاره سعودي عرب ته په دوره روان يم٬ د سعودي قيادت سره به تفصيلي خبرې اترې كوٶ۔ ده ووئيل سعودي عرب زمونږ په عظيم دوستانو كښې يو دے او خادم حرمين شريفين زمونږ په زړونو كښې يو خاص مقام لري