اسلام آباد 02جون (اے پي پي)د پاكستان پخواني صدر او د پاكستان پيپلز ګوند پارليمنټيرينز آصف علي زرداري سره د اېن اے 47 څخه د پاكستان تحريك انصاف قامي اسمبلۍ پخواني غړي جواد حسېن ملاقات كولو په مهال په پاكستان پيپلز ګوند كښې د شموليت اعلان وكړو۔په دې موقع د پاكستان پيپلز ګوند سېكرټري جنرل سيد نيئر حسېن بخاري٬وزير مملكت فيصل كريم كنډي او د پاكستان پيپلز ګوند خېبرپښتونخوا لنډ مهاله صدر او وزير مملكت محمد علي باچا هم موجود و۔پخواني صدر آصف علي زرداري جواد حسېن ته په پاكستان پيپلز ګوند كښې په شموليت هركلے اووئېلو او هغه سره يې د پخوانۍ او فاټا او پاټا صورتحال په اړه تپوس پوښتنه وكره۔جواد حسېن ووئيل چې ستاسو په دور كښې فاټا او پاټا كښې په شويو اصلاحاتو مننه كوم۔جواد حسېن ووئيل چې د پخوانۍ فاټا اصلاحات له مخې وركړې شوي چهوټ موده دې زياته كړی شي كوم چې د دې سيمې او اولس معاشي پرمختګ لپاره ضروري دې۔په دې موقع پخواني صدر آصف علي زرداري پلاوي ته ووئيل چې د جائز غوښتنو پاكستان پيپلز ګوند ملاتړ كوي او زه به په دې لړ كښې د وفاقي حكومت سره خبره وكړم