د امير مقام په مشرۍ كښې د قامي ورثې او كلتور ډويژن چارو پحقله د جاج غونډه

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو٬ قامي ورثې او كلتور ډويژن سلاحكار انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د قامي ورثې او كلتور ډويژن چارو پحقله د جاج غونډه د ګل په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د اړوند ډويژن سېكترې پشمول لوړ پورو ګډون كولو۔ په دې موقع د قامي ورثې او كلتور ډويژن سېكترې انجينئر امير مقام ته د ډويژن د مجموعي چارو پشمول د اوقاف٬ ورثه او د هنرمندانو خېرښګړې په اړه بريفنګ وركړو۔ انجينئر امير مقام په دې موقع د قامي تاريخ او كلتور ډويژن د هلو ځلو ستائنه كولو سره د پاكستان قامي ورثې ته په نړۍ كښې د ودې وركولو په حاجت زور رواړو

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں