د هېواد سېلاب ځپليو سيمو كښې وفاقي او صوبائي حكومتونه ، پاك پوځ او د مرستې ادارې د ريسكيو، ريليف او بحالۍ په كارونو كښې بوښتې دي۔ اېن اېف آر سي سي

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د هېواد سيلاب ځپليو سيمو كښې وفاقي او صوبائي حكومتونه ،وسله وال ځواكونه او د مرستې ادارې د ريسكيو، ريليف او بحالۍ په كارونو كښې بوښت دي۔ د اېن اېف آر سي سي له مخې د هېواد سيلاب ځپليو سيمو كښې په مجموعي توګه 12735 كلوميټره سړكونو او 374 پلونو ته زيان رسيدلې،تر ټولو زيات ځپليو سيمو كښې د سندھ د قنبر شهداد كوټ، جيكب آباد،لاړكانه، خير پور، دادو، نوشهرو فيروز، ټھټھه او بدين دغسې د بلوچستان ځپليو سيمو كښې كوئټه،نصيرآباد،جعفر آباد،جھل مګسي،بولان،صحبت پور او لسبيله او د خېبر پښتونخوا سيمو كښې دير،سوات،چارسده،كوهستان،ټانك او ډيره اسماعيل خان او پنجاب كښې ډي جي خان او راجن پور شامل دي۔ پاك پوځ ځپليو سيمو كښې د مرستې هلي ځلي رواني ساتلي دي۔ د ځپليو انخلا لپاره آرمي ايوي ايشن چورلكو تر اوسه 569 پروازونه چلولي دي۔د تيرو 24 ساعتونو په مهال د 12 پروازونو په مرسته 18.4 ټنه راشن ځپليو له رسولې شوې دې۔ آرمي ايوي ايشن چورلكو تر اوسه 4653 ځپلي ريسكيو كړي ، سندھ، سوئيلي پنجاب او بلوچستان كښې د پاك پوځ 147 ريليف كيمپس كار كوي ، ټول هېواد كښې د پاك پوځ 220 ريليف آئټمز كولېكشن پوائنټس د مرستې څيزونو وصولۍ او وېش عمل هم روان ساتلې دې۔ د اي اېف آر سي سي له مخې تر اوسه 9563.6 ټنه راشن او 1619.7 ټنه د ضرورت څيزونو سره سره لويې شمېر داروګان جمع كړې شوي ۔پاك پوځ 300 څخه زيات ميډيكل كيمپس كښې 3 لكهه 19 زره 49 ځپليو ته ويړيا داروګان هم وركړې دي۔ د پاك بحريه 4 فلډ ريليف كوآرډينيثن سنټر او 18 سنټرل كوليكشن پوائنټس هم متحرك دي۔اېن اېف آر سي سي د موسمياتو محكمې په اړه ووئيل د تېرو 24 ساعتونو په مهال بالائي پنجاب، بالائي خېبرپښتونخوا، اسلام آباد، كشمير او ګلګت بلتستان كښې باران شوې۔تر ټولو زياته ګرمي سبي، نوكنډي او دالبنديں كښې وه چرته چې درجه حرارت 41 سينټي ګريډ دغسې تربت او روهړي كښې درجه حرارت 40 سينټي ګريډ ريكارډ كړې شوې۔ د راروانو 24 ساعتونو په مهال شمال مشرقي پنجاب،بالائي خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او كشمير كښې د باران دغسې د هېواد په زياتره سيمو كښې د موسم ګرم او اوچ پاتې كيدو امكان دې

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں