نیویارک۔21ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اعلی كچ مباحثه كښې ګډون او نړيوالو لارښودو سره دوه اړخيزه ملاقاتونو لپاره د ملګرو ملتونو هېډ كوارټرز ته روان شوے ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به نن هم ښه مصروفه ورځ تېروي۔ د ملګرو ملتونو هېډكوارټرز ته د روانېدو نه وړاندې به وزيراعظم د آئی اېم ایف منېجنګ ډائرېکټر کرسټالینا جارجیوا او د نړيوال بانك ګروپ صدر ډويډ مالپس سره ملاقاتونه كوي۔ وزیراعظم به پاکستان كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كارونو جاج اخستو له د زوم ميټنګ مشري هم كوي۔ وزیراعظم به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77 مې غونډې صدر سابا کوروسی او د اروپائي ائتلاف صدر ارسالا وېن ډر لي اېن سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ دغسې وزیراعظم به د مصر لخوا د COP 27 په اړه كېدونكې د مشرانو غونډه كښې هم ګدون كوي۔ دې به د فن لېنډ صدر صعولي ننستو سره ملاقات كښې په دوه اړخيزه چارو خبرې كوي او بيا ماښام به وزيراعظم يوه غونډه كښې ګډون كولو له امرېکن نېچرل هسټری میوزیم ته ځي۔