د سېلاب له امله د ځپليو مېرمنو٬ماشومانو٬د هغوي خوراك٬د تعليم او تربيت او بحالۍ لپاره دې خاص اقدامات وكړے شي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي نوابشاه كښې د سېلاب ځپليو د رېليف كېمپ دوره

image

اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي شتمندو خلقو ته د سېلاب ځپليو د لا مرستې درخواست كولو سره وئېلي دي د سېلاب له امله د ځپليو مېرمنو٬ماشومانو٬د هغوي خوراك٬د تعليم او تربيت او بحالۍ لپاره دې خاص اقدامات وكړے شي ۔نړيوالې ورورولۍ له په باكستان كښې د موسمياتي بدلون په سبب د زيان ازالې لپاره بشپړه مرسته اچول پكار دي۔د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوي نوابشاه كښې د سېلاب ځپليو د رېليف كېمپ دوره كړی۔د صدر مملكت لخوا د پنجاب حكومت د مرستې څخه د نوابشاه سېلاب ځپليو مرستې لپاره د 5 كروړه روپو اعلان كړے۔صدر په نوابشاه كښې د سېلاب له امله د شوي زيان فضائي جاج هم اخستے ۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د سېلاب په سبب په نورو سيمو او په خاص توګه سندھ كښې لويه تباهي شوې۔شايد دا د سندھ د تاريخ تر ټولو لويې سېلاب دے۔ده ووئيل د ماحولياتي بدلون او په نړيوال درجه حرارت كښې د اضافې په سبب په پاكستان كښې لويې سېلاب راغلے۔صدر مملكت ووئيل موسمياتي بدلون كمولو لپاره په نړيواله كچه مثبت اقدامات ضرورت دے۔ دغسې د سېلاب له امله د ځپليو مېرمنو٬ماشومانو٬د هغوي خوراك٬د تعليم او تربيت او بحالۍ لپاره دې خاص اقدامات وكړے شي۔ده ووئيل د سېلاب له امله په لاكهونو ايكړ ولاړو فصلونو٬كورونو او ودانو ته په زيان رسېدو ډېر خفه شوے يم۔صدر مملكت ووئيل حكومت او ټولې فلاحي ادارې د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره هر وخت هڅې كويصدر په كېمپ كښې مېشته سېلاب ځپليو سره هم ملاقات كړے ۔صدر مملكت ته په دې موقع د انتظاميې لخوا بريفنګ هم وركړے شو۔د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نوابشاه په تاريخ كښې تر ټولو زيات باران رېكارډ شوے ٬ 247000 ايكړه څخه زيات فصلونه تباه شوي٬سكولونو او كورونو ته تر ټولو زيات زيان رسېدلے دے

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں