د پاكستان او تركيه ترمينځه د ورورلۍ اړيكې به زمونږ د شريك عزم او شريك قسمت په تناظر كښې لا مستحكم شي۔وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د پاكستان او تركيه ترمينځه د ورورولۍ اړيكې به زمونږ د شريك عزم او شريك قمست په تناظر كښې لا مستحكم شي۔د جمعې په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل چې خپل ورور صدر طيب اردوان په بلنه د هغه د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون لپاره تركيې ته ځم٬د پاكستان حكومت او اولس لخوا هغه ته يو ځل بيا په ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وړاندې كوم۔ده ووئيل چې د پاكستان او تركيې ترمينځه د ورورولۍ اړيكې زمونږ د شريك عزم او شريك تقدر په تناظر كښې لا قوي شي۔په اسلام آباد كښې د اعلٰی كچ سټرټيجك كوآپرېشن كونسل راتلونكې 7مه غونډه زمونږ سټرټيجك شراكتداري مخ په وړاندې بوتللو لپاره د سمت تعين كوي۔ده ووئيل چې مونږ له به اوس د خپل ګڼ اړخيزه اړيكو صلاحيت څخه استفاده كول وي او په دې سمت كښې هڅې روانې دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں