اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د سوګند پورته كولو دستوري په موقع په انقره كښې د بيلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه كړي۔ وزیراعظم شهباز شریف د ترکیې پخواني نائب وزیراعظم او اېم ایچ پی ګوند چیئرمین دولت باھچیلی سره ملاقات کړې۔ وزیراعظم شهباز شریف هغه له د صدر اردوان سره په ټاكنو كښې په بشپړه کامیابۍ مبارکي وركړې ده۔د سوګند پورته كولو دستوره كښې وزیراعظم شهباز شریف او د جمهوریه کوسوو صدر وجوسه عثمانی سادیرو سره هم ملاقات كړې، دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكو ته ودي وركولو او بيلو څانګو كښې د مرستي خواهش څرګند كړې۔وزیراعظم شهباز شریف د ایران اول نائب صدر محمد مخبر سره ملاقات كړې ، وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان او سیستان په پوله مارکیټ جوړولو او د ایران صدر سره د خپل اوسني ملاقات حواله وركړه۔ده ووئيل ایران او پاکستان ترمينځه بارټر تجارت يو ښه پیش رفت دې ٬ دې سره به د دواړو هېوادونو اولس ته ګټه وشي۔ صدر اردوان د سوګند پورته كولو دستوري په مهال وزیراعظم شهباز شریف د ازبکستان صدر شفقت مرزایوف سره هم ملاقات کړې۔دواړو لارښودو په سيمه ايزه مرسته ، د سيمي ترمينځه رابطي او بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستي رفتار په تندولو خبري اتري كړي۔