راروان مالي كال كښې د سرکاری څانګي كلن پرمختيائي پروګرامونو لپاره په مجموعی توګه 2709 اربه روپۍ بيلي كړې شوې، د بېلو وزارتونو او ډویژنو پرمختيائي پروژو له د 1150 اربه ٬ صوبائی پرمختيائي پروګرامونو لپاره د 1559 اربه روپو فنډز بېلولو تجویز دې

image

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) راروان مالی كال كښې د سرکاری څانګي كلن پرمختيائي پروګرامونو لپاره په مجموعی توګه 2709 اربه روپۍ بېلي كړې شوي، د بېلو وزارتونو او ډویژنو پرمختيائي پروژو له د 1150 اربه دغسې صوبائی پرمختيائي پروګرامونو لپاره د 1559 اربه روپو فنډز بېلولو تجویز دے۔ د جمعې په ورځ د جاری شوې پی اېس ډی پی 24۔2023 له مخې بجټ كښې حکومت د ایوی اېشن ډویژن لپاره 5 اربه 45 كروړه، سرمایه کاری بورډ لپاره يو ارب 11 كروړه، کېبنټ ډویژن لپاره 90 اربه 12 كروړه، موسمیاتی بدلون ډویژن لپاره 4 اربه 5 كروړه ، کامرس ډویژن لپاره يو ارب 10 كروړه ، کمیونیکیشن لپاره 36 كروړه، ډیفنس ډویژن لپاره 3 اربه 40 كروړه ، ډیفنس پروډکشن ډویژن لپاره 2 اربه ، اسټیبلشمنټ ډویژن لپاره 80 كروړه، د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربیې ډویژن لپاره 8 اربه 50 كروړه، فنانس ډویژن لپاره 3 اربه 22 كروړه، صوبو او سپیشل ایریاز لپاره يو کھرب 67 اربه 90 كروړه، سپیشل ایریا اے جے کے ګلګت بلتستان لپاره 60 اربه 90 كروړه، ضم شوي ضلعو لپاره 57 اربه ، صوبائی پروژو لپاره 50 اربه ، هائر ایجوکېشن کمېشن لپاره 59 اربه 70 كروړه، هاؤسنګ اینډ ورکس ډویژن لپاره 40 اربه 68 كروړه ، بشري حقونو لپاره 81 كروړه ، صنعت او پیداوار ډویژن لپاره 3 اربه ، انفارمېشن براډ کاسټنګ ډویژن لپاره 2 اربه ، انفارمېشن ټیکنالوجی اینډ ټیلی کام ډویژن لپاره 6 اربه، بین الصوبائی رابطه ډویژن لپاره يو ارب 90 كروړه، لا جسټس ډویژن لپاره يو ارب 40 كروړه، میری ټائم افیئرز ډویژن لپاره 3 اربه 30 كروړه، نارکوټکس کنټرول ډویژن لپاره 15 كروړه، نېشنل فوډ سکیورټی ډویژن لپاره 8 اربه 85 كروړه،هېواد كښې د صحت آسانيو ښه كولو لپاره 13 اربه 10كروړه، قامی تاریخ ورثي ډویژن لپاره 54 كروړه، پاکستان اټامك انرجی کمېشن لپاره 26 اربه ، 10 كروړه، پاکستان نیوکلیئر اتھارټی لپاره 15 كروړه ، پټرولیم ډویژن لپاره يو ارب 50 كروړه، پلاننګ کمېشن لپاره 24 اربه 89 كروړه، د بې وزلۍ ختمولو ډویژن لپاره 50 كروړه، ریلویز ډویژن لپاره 33 اربه ، د مذهبی چارو ډویژن لپاره 80 كروړه، ریونیو ډویژن لپاره 3 اربه 20 كروړه، سائنس اینډ ټیکنالوجی ریسرچ ډویژن لپاره 8 اربه، د ریاستی او سرحدی چارو ډویژن لپاره 96 كروړه، سپارکو لپاره 6 اربه 90 كروړه، واټر ریسورس ډویژن لپاره يو کھرب 75 اربه ، نېشنل هائی وے اتھارټی لپاره يو کھرب 57 اربه 50 كروړه، پاورډویژن لپاره 54 اربه 55 كروړه، پرائم منسټر انیشی ایټو لپاره 80 اربه ، پروژو واجبات لپاره 5 اربه ، وی جی اېف فار پی پی پی پراجیکټ لپاره 20 اربه او صوبوں لپاره د 1559 اربه روپو فنډز تجویز كړې شوي

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں