نرېندر مودي ٬ پاكستان ته په كږه سترګه كتلو كښې سوچ كوه ٬ شاه محمود قرېشي

image

شکارپور۔27فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د 27 فرروۍ مناسبت سره دوه پېغامونه وركول غواړي ٬ هندي وزيراعظمه باكستان ته په كږه سترګه كتلو كښې سوچ كوه او دويم پېغام بلاول بھټو زرداري ته وركول غواړي مونږ د بلاول نه د 15 كالو حساب غوښتلو له راغلې يؤ۔ په شكار پور كښې د سندھ حقوق مارچ په مهال د پاكستان تحريك انصاف غونډې ته خطاب كښې شاه محمود قرېشي ووئيل مودي درې كاله وړاندې جارحيت وكړو او د پاكستان په پولو يۍ بريد وكړو د كوم چې مونږ بشپړه ځواب وكړو ٬ مونږ په ابھي نندن چائې وڅښله او بېرته مو ولېږلو۔ نرېندر مودي سوچ كوه بيا پاكستان ته ګوره ٬ نن هغه خلك نشتۍ چې ساړھيانې ډالۍ كړي۔ بلاول بھټو زرداري لپاره په خپل پېغام كښې خارجه وزير ووئيل دا مو اورېدلې دي چې بلاول لانګ مارچ كوي ٬ هغه وائي مونږ حساب اخستلو له راوتلې يؤ۔ نو ضروري دې زمونږ حساب واخلي ٬ زمونږ وزيراعظم نه يرېږي۔ هغه ووئيل د بلاول نه پوښتنه كوم چې په كراچۍ كښې د نا امنۍ ذمه وار څوك دے ٬ د بلاول نه پوښتنه كوم چې وركرز ته 30 ٬ 30 زره روپۍ چا وركړې؟ شاہ محمود قرېشی ووئيل د سندھ اولس ته وايم چې د پيپلز مقابله به پي ټي آئي كوي۔ هغه ووئيل بلاول بھټو دې په پنجاب كښې د داخلېدو نه وړاندې د سندھ خلكو ته ضرور ځواب وركړي چې پيپلز ګوند د سندھ د اولس مسئلې ولې حل نه كړې شوې ، د سندھ اولس ته ئې حقونه ولې ورنكړل ٬ د سندھ د روغتونونو چې كوم صورتحال دې د دې ذمه وار د دغې ځائې واكمن دي۔ هغه ووئيل د سندھ سره زما پخوانۍ رشته ده او زه د سندھ هر يو كوچني سره مينه كوم۔ د تھر پارکر اولس ته د روغتيا په شمول بنيادي آسانۍ د سندھ حكومت نه دي وركړې۔ هغه ووئيل وزيراعظم زما په خواست د تھرپاركر خلكو ته هېلتھ كارډ جاري كړې دې۔ هغه ووئيل وزيراعظم د سندھ هر يو كوچني او هر يو مزدور ته صحت كارډ وركول غواړي۔ هغه ووئيل شهريار خان مهر د سندھ د حقونو جنګ كوي۔

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں