اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جے یو آئی سندھ امیر او ستر روحاني لارښود سائيں عبدالصمد هالیجوی په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جے یو آئی مرکزی میډیا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې مولانا فضل الرحمن ووئيل د سائیں عبدالصمد هالیجوی په حق رسېدل د افسوس وړ دي ، د ده رحلت ګرد هېواد او په خاص توګه سندھ صوبې لپاره لويے زيان دے۔ ده ووئيل د سائیں هالیجوی په حق رسېدو سره مالپاره د دروازې يوه دروازه بنده شوه۔ هغه ټول عمري زمونږ سرپرستي كړې او مونږ ته يۍ دعاګانې وكړې۔ده ووئيل ارواښاد د خانقا نه بهر هم په عملي مېدان كښې د ظلم او جبر مقابله وكړه۔ د ارواښاد خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔