اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) قامی اسمبلۍ د يو متفقه قراداد منظوری وركړې ده چې پكښې د نړيوالي ورورولۍ ، نړيوال تنظیمونو ، بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو او سول سوسائیټۍ د موسمیاتی بدلون په اړه د پاکستان په هڅو كښې معاونت ستائلي شوې دې۔د خالي په ورځ وزیر مملکت او د وزیر اعظم خاص مرستيالي رومینه خورشید عالم قراداد وړاندې كولو سره وئويل دا ایوان د نړيوالو تنظیمونو، سول سوسائټۍ تنظیمونو او موسمیاتی بدلون په ضد د پاکستان هڅو لپاره د نړيوالي ورورولۍ مرسته او موسمیاتی آفتونو له امله ځپلې شوي کمزور طبقو بحالۍ كښې د هغوي مرسته مني۔ ایوان د موسمیاتی بدلون مخنيوي او په هغې منفی اثرات کمولو لپاره د نړيوالي مرستي سمدستي حاجت مني۔دا ایوان محسوسوي چې شدید موسمی پېښو لكه چې د كال 2022 سېلاب په خاص توګه کمزوري طبقي زياتي ځپلي دي، موجوده موسمیاتی مسئلي زياتي شوي چې پكښې ميرمني او ماشومان نفسیاتی او معاشی مسئلو سره مخ دي۔دا ايوان د اوبو او سيلۍ په اړه د بحرانونو ترمخه د ټولني هغه طبقو تحفظ او پرمختګ لپاره د اجتماعی هڅو په اهميت زور راوړي۔دا ايوان اسلامك ریلیف ورلډ وائیډ، ملګرو ملتونو (یو این) پاکستان موسمیاتی هڅي مخ په وړاندې بوتللو كښې د هغوي مهم كردار ستائي۔ قامی اسمبلۍ قرارداد د رايو اتفاق سره منظوری وركړه