صدر مملكت سره د سوئېلي كوريا او سري لنكا سفيرانو د مخه ښې ملاقات

image

اسلام آباد 23جون(اے پی پی)صدرمملكت ډاكټر عارف علوي كوريا او سري لنكا سره د اقتصادي٬ تجارتي او كلتوري مرستې زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئېلي دي چې پاكستان به په بېلو څانګو كښې د كوريا د سرمايه كارۍ هركلې كوي٬ د آزاد تجارت لوظ نامې ترمخه سري لنكا سره اړيكو ته پراختيا وركول غواړو۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د جنوبي كوريا او سري لنكا سفيرانو سره د مخه ښې ملاقات په مهال وكړه۔ صدر مملكت د جمهوريه كوريا موده ترسره كونكي سفير سوه سنګ پيو سره په خبرو كښې ووئيل پاكستان جنوبي كوريا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دواړه هېوادونه يو بل سره په بېلو څانګو كښې مرسته كوي۔ ده ووئيل پاكستان د كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره د ټولو شراكتدارو هركلې كوي۔پاكستان په بېلو څانګو كښې د كوريا سرمايه كارۍ هركلې كوي۔صدر مملكت د سري لنكا موده ترسره كونكي هائي كمشنر موهن وجيو كرما سره په خپلو خبرو كښې ووئيل سري لنكا په سوئېلي آسيا كښې د پاكستان دوهم لويې تجارتي شراكتدار دې٬د آزاد تجارت لوظ نامې ترمخه سري لنكا سره تجارتي او اقتصادي اړيكو ته پراختيا وركول غواړو۔صدر مملكت ووئيل بايد دواړه هېوادونه د بې وزلۍ ختمولو٬امن او پرمختګ لپاره په ګډه كار وكړي۔صدر مملكت د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو كښې د موده ترسره كوؤنكو سفيرانو كردار وستائېلو

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں