اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد په صلاحيت لرونكو ځوانانو د سرمايه كارۍ كولو ضرورت رامخې ته كولو سره وئيلي چې د هېواد سباٶن د ځوانانو په لاس كښې خوندي دې٬ مونږ له به په اهليت او صلاحيت لرونكو ځوانانو سرمايه كاري كول وي ځكه چې ھغه قامونه ترقي كوي د چا د ځوانانو په لاس كښې چې هنر او ډګرۍ وي، ځوانانو سره په ګډه به د هېواد تقدير بدلوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ وزيراعظم نېشنل انوويشن ايوارډ دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل دې ځوانانو د خپل تعليم په مهال محنت سره په بېلو څانګو كښې په جدت آډانه د هنرونو او په زړه پورې كاركردګۍ څرګندونه كړې، د دوي استاذانو او مور پلار ته مباركي وركوم د كومو په سبب چې قام په تاسو وياړ كوي۔ ده ووئيل د دې ځوانانو قابليت اهم دے د دې كوچنيانو اعتماد خوشبينه دے، مونږ له به په دې قابل او حقدار ځوانانو سرمايه كاري كول وي٬ ھغه قامونه ترقي كوي د چا د ځوانانو په لاس كښې چې هنر او ډګرۍ وي٬ كه ھغه د زراعت٬ د انفارمېشن ټېکنالوجۍ يا د كول بل صنعت وي٬ ده ووېيل د خادم پنجاب په حېث پنجاب سکلز ډويلپمنټ کمېټۍ پروګرام پېل شوې٬ حكومتونه صنعتونه نه جوړوي بلكې د دې فعالولو لپاره سهولتونه وركوي، مونږ په ځوانانو سرمايه كاري كړې٬ سوئيلي پنجاب څخه مو پروګرام پېل كړې، د زده كوٶنكي په سر لس زره روپۍ وركړې شوې٬ د زرګونو په شمېر د كوچنيانو تربيه شوې٬ په پنجاب كښې باصلاحيت ځوانانو ته په مېرټ د لكهونو په شمېر لېپ ټاپ وركړې شوې دي٬ د هرې صوبې كوټه ساتلې شوې٬ د ګلګت بلتستان او كشمير ځوانانو ته لېپ ټاپ وركړې شوې دي،په دې پروګرام تنقيد شوې٬ ما لېپ ټاپ تقسيمول كلاشنكوف نا۔ ده ووئيل د كرونا وباء په مهال د لېپ ټاپ د لارې د تعليم سلسله جاري وه٬ ځوانانو ته د روزګار موقعې ترلاسه شوې٬ زه دا خواهش لرم چې د هېواد هر قابل زده كوٶنكي سره لېپ ټاپ وي دغسې چې ھغوي د هېواد په پرمختګ كښې خپل زيات كردار ولوبولې شي او زمونږ د دوستانو٬ چين٬ قطر او نورو هېوادونو په اړه معلومات ترلاسه كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان ستونزمن معاشي چېلنجز سره مخ دې٬ داسې وختونه راځي٬ كه ټول قام كلكه اراده وكړي نو د دې ستونزمن چېلنجونو مخنيوې كېدې شي۔ ده ووئيل چېن د پاكستان بشپړه ملګرتيا كړېده٬ يو ارب نورې ډالرې چين پاكستان ته وركړې دي كوم چې مركزي بانك ته راغلې دي٬ د تېرو 75 كالو په مهال په بېلو دورونو كښې قرضې اخستې شوې دي٬ دا زيات بوج دے٬ ھغه قامونه مخ په وړاندې تګ كوي كوم چې دې قرضو څخه منافع ترلاسه كوي او مخ په وړاندې ځي، محنت، ديانت او قابليت سره دا مقصد ترلاسه كېدې شي٬ مونږ له د قرضو نه ځان خلاصول پكار دې۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان بلها قدرتي وسائل لري٬ زمونږ په دور كښې پنجاب مخ په ترقۍ ٶ٬ د انسانانو لخوا پېدا كړې شوې بحرانونه سنګين وي۔ ده ووئيل مونږ به د پاكستان ځوانانو سره په ګډه د هېواد تقدير بدلوٶ٬ وخت به راځي چې پاكستان به قرض اخلي نه وركوي به، مونږ له خبرو نه سره عمل سره ثابتول وي٬ محنت سره كاميابي ممكن ده۔ ده ووئيل زمونږ مشرانو قربانيو سره پاكستان ترلاسه كړې۔ مونږ د كال 1971 تاريخي پېښې څخه زده كړه نه ده كړې، نن كه مونږ يو موټې شو او يو بل ته پېغورونه او په يو بل تنقيد ونه كړو٫ د معيشت په اېجنډا يو شو نو هېڅوك مونږ د خپل منزل ترلاسه كولو نه نشي منع كولې۔ شهباز شريف ووئيل په نړۍ كښې هېوادونه بدلېږي خو د دوي قامي اېجنډه نه بدلېږي٬ مونږ له خارجه او معاشي پاليسۍ له يوه اېجنډا جوړول پكار دي ۔ ده ووئيل ځينې خلقو د چين پحقله بدې ردې وئيلي دي دا احسان فراموشي ده٬ دې سره د چين زړه دړدېدلې۔ وزيراعظم ووئيل خارجه وزير او ما چين له باور وركړې دې چې اوس به داسې نه كېږي، چين په سخت وخت كښې زمونږ ملګرتيا كړې۔ وزيراعظم ووئيل چين، قطر او د سعودي عرب پشمول نورو هېوادونو په سخته كښې زمونږ ملګرتيا كړې ده۔ ده ووئيل هېواد څخه د تيرو خاتمه كښې سي پېك اهم كردار لري٬ مونږ له بل څوك خوشحالولو لپاره خپل دوستان هېرول پكار نه دي، يو موټې كېدو سره د لاسه وركړې شوې د هېواد مقام به بېرته اخلو او دا هېواد به عظيم جوړٶ۔ ده ووئيل ډېر زر به د پاكستان نامه نه يوازې په اسلامي نړۍ بلكې په نړيوالو قامونو كښې بام ته ورسي۔ په دې موقع وزيراعظم د آذربائيجان سفير سټېج ته راوبللو او د آذربائيجان دورې په مهال په زړه پورې مېلمستيا كولو يۍ د ده مننه وكړه۔ ده ووئيل آذربائيجان سره د ارزان ګاز خبره شوې٬ باكو ډېر ښائسته ښار دے۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف په نېشنل انوويشن ايوارډ كښې برخه اخستونكو باصلاحيته ځوانانو له چېكونه او اېوارډز وركړل۔ دستورې ته د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې شزه فاطمه خواجه هم وېنا وكړه