چوهدری برادران او اتحاديان د پی ټی آئی حکومت سره د همكارۍ عزم لري۔د بهرنیو چارو وفاقي وزیر شاه محمود قرېشي نجی ټی وی چینل سره خبرې

image

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير او د پاكستان تحريك انصاف نائب چيئرمېن شاه محمود قرېشي وئيلي دي چوهدري برادران او اتحاديان د پي ټي آئي حكومت سره د ملګرتيا جاري ساتلو عزم لري٬د پاكستان مسلم(ق)پشمول اتحادي ګوندونه د پي ټي آئي د مشرتابه ملاتړ كوي او د ګوند په غړو كښې هېڅ اختلافات نشته۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د لانګ مارچ او عدم اعتماد تحريك په اړه اپوزيشن ګوندونه په ډلو تقسيم شوي۔ده ووئيل مونږ د عدم اعتماد تحريك په اړه هېڅ فكر نه لرو۔ ده ووئيل د پي ټي آئي او اتحادي ګوندونو ټول غړي د وزيراعظم سره ولاړ دي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د کرپشن په ضد يواځي جنګ كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں