هند ثابت كړې چې هغه يو غېر ذمه وار هېواد دے٬په يو اتومي هېواد مېزائل فائر كول سنجيده معامله ده٬نړيوالې ورورولۍ له د دې نوټس اخستل پكار دي۔د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف ردعمل

image

اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي(د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئېلي دي هند ثابت كړې چې هغه يو غېر ذمه وار هېواد دے٬په يو اتومي هېواد مېزائل فائر كول سنجيده معامله ده٬نړيوالې ورورولۍ له د دې نوټس اخستل پكار دي٬د هند غېر ذمه واره اقدام نه يوازې د دې منطقې بلكې د ټولې نړۍ لپاره خطر دے۔د مارچ په 9مه نېټه كال 2022 د خانيوال ضلعې په ميا چنو سيمه كښې د هندي مېزائل رالوېدو پیښه او د دې په اړه د هندي حكومت په وضاحت خپل غبرګون كښې معيد يوسف ووئيل دا يوه خطرناكه پیښه رامخې ته شوې٬د هندوستان د زمكې څخه يو سپرسانك مېزائل 40 زره فټ اوچت پرواز كولو سره دوه نيم سوه كلوميټره پرواز نه پس د پاكستان په زمكه د مياچنو سره راپريوتے ۔ده ووئيل دوه نيمې ورځې پس د هند حكومت ته دا توفيق تر لاسه شو چې هغوي مونږ او نړۍ ته د يو سټيټمنټ د لارې ووئيل چې هغه زمونږ مېزائل ؤ ٬دا خبره پاكستان پرون نړۍ ته وئېلې وه او هغوي نن تسليموي چې زمونږ مېزائل ؤ او په غلطۍ سره د مېزائل روح پاكستان ته شوے او دلته راپريوتے۔معيد يوسف ووئيل هند هغه هېواد دے كوم چې جوهري وسله لري٬نړۍ ته وائي چې ډېر ذمه وار هېواد دے او د پاكستان پلو ګوته نيسي خو د بده مرغه نړۍ هم سترګې پټې كړي او په دې غلط فهمۍ كښې ده چې هند شايد د چين په ضد د دوي حليف دے۔ده ووئيل هند د دې ټولې منطقې لپاره بلكې د دې ډول پیښو څخه نو د ټولې نړۍ لپاره يوه لوي خطر دے ۔ ده ووئېل اوس زه دا هيله لرم چې نړۍ به خپلې سترګې پرانيځي٬اوس دا معامله وړه نه ده٬مونږ بيا بيا دا خبره كوو چې هغوي په مقبوضه كشمير كښې بې ګناه كشميريانو باندې ظلم كوي۔ده ووئيل الحمد الله د پاكستان كوم ځاني او مالي زيان نه دے شوے خو د دې دا مطلب نه دے چې په دې سترګې پټې كړې شي٬دا يوه ډېره سنجيده پیښه ده

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں