د اسلامو فوبيا په ضد د نړيوالې ورځې قرارداد منظوري لويه كاميابي ده، په دې ټول قام ته مباركي وركوم۔ شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيوالې ورځ پحقله د شورو په ورځ خپل بيان كښې وئيلي دي كركجنې بيانيې ته واګي اچول پكار دي۔ خارجه وزير ووئيل زه نن ټول قام ته مباركي وركول غواړم ٬ وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو وېنا كښې د اسلامو فوبيا د زيات شوي رجحان په ضد هڅې كړي ٬ د وزيراعظم په امر ما دا معامله په نيامے كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل په 47مه غٶنده كښې پورته كړې٬ د دې نه پس پاكستان په ملګرو ملتونو كښې قرارداد وړاندې كړے۔ ده ووئيل مونږ وئيلي وو چې د نبي آخر الزمان حضرت محمد صلي الله عليه واله وسلم په شان كښې د ګستاخۍ سلسله بندبدل پكار دي ٬ الحمدلله نړۍ زمونږ موقف تسليم كړے او زمونږ په تجويز دا پرېكړه شوې او هر كال به په پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا مخنيوي نريواله ورځ لمانځلې شي

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں