اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي﴾د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال محمد عثمان ډار وئېلي دي حكومت به د كامياب جوان اي سپورټ اقدام ډېر زر پېل كړي دغسې چې د هغوي صلاحيتونه رامخې ته كړی شي٬دا پروګرام به په ابتدائي توګه په 25 لويو ښارونو كښې پیل كولې شي چې پكښې به د وزيراعظم عمران خان د ډيجيټل پاكستان وژن له مخې پوهنتونونه٬كالجونه او د سكولونو زده كوونكي شاملولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د لاهور قلندرز چيف ايګزېكټو آفيسر عاطف رانا سره يو خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل دا اقدام به د لاكهونو پاكستانيانو ځوانانو مفادات تر مخه د لاهور قلندرز په مرسته پېل كولې شي۔ده ووئيل دا اقدام به ځوانانو ته په هر فارمېټ كښې د خپلو صلاحيتونو وړاندې كولو موقع وركړي۔ده ووئيل دا پروګرام به په ابتدائي توګه په 25 ښارونو كښې پېل كول شي چې بكښې به د وزيراعظم عمران خان د ډيجيټل پاكستان وژن له مخې پوهنتونونه٬كالجونه او د سكولونو زده كوونكي شاملولې شي۔ده ووئيل حكومت به ځوانانو ته د اي سپورټس آسانۍ وركولو لپاره ټاپ ټين اي ګيمنګ كمپنو اندراج كوي٬په نورو ادارو كښې د هم د لوبو په حقله بدلون راوان دے۔ده ووئيل اي سپورټس په نړيواله كچه يو لويې صنعت جوړ شوے ځكه چې په ټوله نړۍ كښې ځينې اي سپورټ په سرفهرست ګيمز كښې دے ځكه چې د اي ګيمز شائقين لويه شمېره لري ۔ده ووئيل كامياب جوان پروګرام د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې كار كوي دغسې چې ځوانان د آئي ټي پوهان او قامي اتلان شي۔د لاهور قلندرز چيف ايګزېكټو آفيسر عاطف رانا په دې مهال ووئيل د اي- سپورټس مقصد اي-ګيمنګ جوړول او په قامي كچه د ټېلنټ انتخاب كول دي۔ده ووئيل د لاهور قلندرز بنيادي مشن ځوانان صحت مندو هلو ځلو كښې شاملول او د هېواد د لوبو كلتور ته وده وركول دي۔ده ووئيل د هېواد ځوانان بې شمېره صلاحيتونه لري خو د آسانيو د كمي په سبب هغه مطلوبه نتيجه نشي وركولې