اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د اپوزيشن درې واړه ګوندونه د وزيراعظم او د احتساب له ېرې راغونډ شوي، په دې تحريك كښې به اپوزيشن ماتي سره مخ كېږي ٬ د عدم اعتماد تحريك به عمران خان لپاره تحريك اطمينان ثابت شي، وزيراعظم عمران خان په روانه مياشت كښې د اي پاسپورټ پرانسته كوي٬ مونږ سپرپاور سره ښې اړيكې غواړو، وزيراعظم د خارجه پاليسۍ پحقله قام په اعتماد كښې اخستے ٬ د عدم اعتماد په ورځ به د پي ټي آئي ټول غړي اسمبلۍ ته نه راځي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د پوليس سهولت سنټر دورې په مهال ميډيا سره كړې۔ شېخ رشيد احمد ووئيل آئي جيز او پوليس ته د ترهګرۍ د خاتمې امر شوے٬ مونږ په ټولو تهاڼو كښې وېډيو او آډيو كمېرې نصب كړي، د پاکستان په ضد نړيوال سازشونه روان دي۔ ده ووئيل د 23 نه تر 30 مارچ مهمه اوونۍ ده، اپوزيشن دې خپل شوق پورا كړي په كومه ورځ چې د عدم اعتماد تحريك باندې ووتنګ وي د تحريك انصاف ټول غړي به په ډي چوك كښې وي، سپيکر د قواعدو او ضوابطو له مخې د اسمبلۍ غونډه رابللې شي او د فلور كراسنګ مخه نيولو اختيارات هم لري او دغه اختيارات څوك نشي چېلنج كولے،ده ووئېل اپوزيشن له به عدم اعتماد لپاره 172 غړي ايوان ته راوستل وي، كه د پي ټي آئي يو غړي هم د دې ووټ توهين وكړو كوم چې د عمران خان په سبب هغه ته ترلاسه شوے نو سپيكر به د ھغه په ضد كاروائي كوي او ھغه ېه نااهله كولې شي