اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي)پاكستان او ازبكستان د اقتصادي٬تجارتي٬سائنس٬تعليم٬انفارمېشن او د مذهبي سېلګرۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو او د ټرين په رابطو اتفاق كړے ۔وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ازبك صدر شوكت مرزايوف سره د ملاقات او د پلاويو په كچه د خبرو اترو نه پس شريك خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل مونږ ازبكستان سره خپلې اړيكې قوي كوو۔ده ووئيل د تېر يو كال په مهال د پاكستان او ازبكستان ترمينځه په تجارت كښې پنځوس فيصده او شريكې پروژې پنځه فيصده زياتې شوې۔د دې نه علاوه د دواړو هېوادونو د كاروباري خلقو ترمينځه روابط هم زيات شوي٬وزيراعظم ووئيل مونږ ازبكستان سره د افغانستان د لارې د روابطو زياتولو پريكړه كړې٬دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه سېلګري او تجارت وده ومومي۔وزيراعظم ووئيل د ټرين په رابطو هم اتفاق شوے ٬د دواړو هېوادونو ترمينځه به د افغانستان د لارې ټرين چلېږي كوم به چې مينځني آسيائي هېوادونه ګوادر بندر سره وتړي۔عمران خان ووئيل د افغانستان د لارې د رابطو ګټه به نه يوازې ازبكستان او پاكستان ته ورسي بلكې زياته ګټه به يې افغانستان ته هم رسي۔وزيراعظم ووئيل ده د ازبكستان صدر د مقبوضه كشمير د صورتحال او د پاكستان د دريځ څخه خبر كړے ۔مونږ غواړو چې چې ملګري ملتونه د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل كولو سره كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركړي او هلته د هندي ظلمونو مخ نيوې وكړي۔وزيراعظم ووئيل د اسلاموفوبيا په اړه د پاكستان او ازبكستان دريځ يو دے۔ده ووئيل د لويديزو هېوادونو دوو مشرانو هم زمونږ د دريځ تائيد كړے ۔د روسيې صدر ولادي مير پيوټن او د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو هم وئېلي دي د پیغمبر(ص)په شان كښې ګستاخي په هېڅ صورت د رائے د اظهار آزادي نشي كېدې۔ده ووئيل بايد په ناموس رسالت(ص)اسلامي هېوادونه په ګډه كمپائن وچلوي۔د افغانستان صورتحال په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان او ازبكستان به د افغانستان د كنګل شوو اثاثو بحالۍ لپاره په ګډه كار كوي۔په دې موقع د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف په مېلمستياﺀ كولو د پاكستاني اولس او مشرتابه مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان ته د راتګ په انتظار ووم خو د كورونا په وجه په دې كښې تاخير وشو۔ده ووئيل پاكستان سره د ستراتېژېكي مرستې ودې لپاره كار كوو۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان سره يې په دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو چارو ګټورې خبرې شوي۔ده ووئيل د پاكستان سياسي او كلتوري پرمختګ ته د قدر په سترګه ګورو۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان پروګرام نيا پاكستان د ازبكستان نوي ازبك پروګرام سره ډېر مماثلت لري او دواړو هېوادونو د كلتوري څانګو بحالۍ لپاره په ګډه په كار كولو اتفاق كړے ۔ده ووئيل د پاكستان او ازبكستان ترمينځه اقتصادي او تجارتي اړيكې په تندۍ سره وده كوي۔ده ووئيل د مينځنۍ آسيا څخه تر مزار شريف٬كابل او پېښور د رېلوے په جوړولو به ډېر زر كار پېل شي۔دې پروژې سره به مينځنۍ آسيا د ګوادر بندر سره وتړلې شي۔ازبك صدر ووئيل وزيراعظم سره يې په ملاقات كښې د سيمه ايزې سلامتيا په معامله هم خبرې شوي۔ازبك صدر د افغانستان په خرابېدونكي صورتحال اندېښنه ښودلو سره د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وكړه چې هغه په انساني بنيادونو د افغانستان منجمد اثاثې بحال كړي او بايد افغانستان سره د انساني همدردۍ په بنياد مرسته وكړې شي ۔ده ووئيل دواړو هېوادونو د سائنس٬تعليم٬مذهبي سېلګرۍ٬سينما او انفارمېشن پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د اړيكو یه قوي كولو اتفاق كړے۔د دې نه علاوه نن مونږ لس ډېرې مهمې لوظ نامې هم لاس ليك كړي كومې به چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ سبب وګرځي۔ازبك صدر ووئيل د ټرانزټ معاملې حل كولو لپاره لوظ نامې شوې دي۔