د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د آسيا لپاره د امريكې د خزانې ډپټي اسسټنټ سېكرټري سره ملاقات

image

اسلام آباد 25 جنوری(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي حكومت ته په ورثه كښې كمزورې معيشت ترلاسه شوې خو د مشكلو معاشي حالاتو باوجود د پائيدار اقتصادي پرمختګ او نمو لپاره د توان او كيپټل ماركيټ پشمول په ټولو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دې۔ده دا خبره د شورو په ورځ د آسيا لپاره د امريكې خزانې ډپټي اسسټنټ سېكرټري رابرټ كپروت سره په ملاقات كښې كړې۔په دې موقع د پاكستان لپاره د امريكې د خزانې محكمې سينئر ميكرواكانومسټ ايواګيرمي٬مالياتي اتاشي لاريټابولډن٬وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬خاص مرستيال طارق باجوه٬د خزانې سېكرټري او د خزانې وزارت سينئر افسران هم موجود وو۔د خزانې وزير رابرټ كپروت تود هركلے وكړو او هغه يې د هېواد د معاشي منظرنامې په اړه خبر كړو۔ده ووئيل موجوده حكومت ته په ورثه كښې كمزورې معيشت ترلاسه شوې خو د مشكل معاشي حالاتو باوجود د پائيدار اقتصادي پرمختګ او نمو لپاره د توان او كيپټل ماركيټ پشمول په ټولو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دې۔ده ووئيل حكومت د عملي اقدامات په سبب هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ منزل ترسره كوي۔د خزانې وزير هغه د نړيوالو ذمه وارو ترسره كولو سره معيشت په سمه لار راوستو لپاره د حكومت د معاشي ترجيحات نه هم خبر كړو۔د خزانې وزير اسحاق ډار رابرټ كپروت په پاكستان كښې د سېلاب څخه د شوي زيان او د پاكستان په معيشت د پريوتو اثراتو څخه هم خبر كړو۔رابرټ كپروت د پاكستان او امريكې ترمينځه په ښه اړيكو زور راوړو۔ده د معاشي او مالي استحكام لپاره د حكومت په پالېسو او پروګرامونو د باور څرګندونه وكړه۔ده په اقتصادي او مالياتي چارو د خپل ملاتړ او مرستې باور هم وركړو ٬ په دې د خزانې وزير اسحاق ډار د رابرټ كپروت مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں