حكومت د سكول څخه بهر ماشومانو سكولونو كښې د داخلې باوري كولو له لوظي دې۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال پاكستان لرننګ كنفرنس 2023 اختتامي دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې حكومت د سكول څخه بهر ماشومانو سكولونو كښې د داخلې باوري كولو عزم لري٬ماشومانو كښې مشاهداتي صلاحيتونو او تنقيدي سوچ صلاحيتونو ته وده وركول د وخت ضرورت دې٬د ابتدائي او بنيادي تعليم په موضوع كنفرنس كول خوشبينه دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تعليم وزارت سيوري لاندې پاكستان لرننګ كنفرنس 2023 اختتامي دستورې ته په خپله وينا كښې وكړه۔په كنفرنس كښې د تعليم نړيوال پوهانو٬پالېسي جوړونكو او پوهانو د ماشومانو روښانه سباؤن پرمختګ ته د ودې وركولو په مهم موضوعات رڼا اچولې۔كنفرنس ته د وينا كولو په مهال وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د ابتدائي او بنيادي تعليم په مهم موضوع په كنفرنس كولو د تعليم وزارت ته مباركي وركړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ دا مهال علمي انقلاب٬اختراعات او تخليقي صلاحيونو په دور كښې دي۔ده د اي سي اي دننه رسمي او غېر رسمي تعليم دواړه يوځاې كولو په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي چې ابتدائي تعليم د كوم هم ماشوم سباؤن تعين كښې مهم كردار ادا كوي٬ښه ابتدائي تعليم د هېواد پرمختګ ترمينځه مهم كردار ادا كوي۔ده په دې خبره هم رڼا واچوله چې د كوم هم هېواد سباؤن تر دې حد انحصار كوي چې تخليقي صلاحيتونه او اخترعات كلاس روم او ليبارټري كښې تر كوم هم ضم كولې شي۔ده په بچو كښې د مشاهداتي صلاحيتونو او تنقيدي سوچ صلاحيتونو ته د ودې وركولو په اهميت هم زور راوړې۔ده ګډون كونكو ته ووئيل چې 25 بلين روپۍ فنډ په خاص توګه د سكول څخه بهر ماشومانو لپاره جوړ كړې شوي دي او وئېلې يې دي چې ابتدائي تعليم(اي سي اي)لپاره يوه مهمه برخه بېلول پكار دي۔

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں