اسلام آباد 25 جون(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې د نوې مالي كال وفاقي بجټ 2018 كښې د منقطع پرمختګ مزل بيا پيل شوي٬د وزيراعظم بصيرت٬قوت ارادې او معامله فهمي په سبب مونږ په معاشي استحكام كښې كامياب شوي يو٬په معيشت كښې د ګراوټ عمل ودرېدلې شوېدې۔د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 24-2023 بجټ منظورۍ نه پس د خيالاتو څرګندونه كولو سره وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار ووئيل چې د لوے څښتن شكر دې چا چې ماته د راروان مالي كال وفاقي بجټ وړاندې كولو او منظور كولو اعزاز راكړې او د هېواد او قوم خذمات كولو توفيق راكړې٬د اسمبلۍ غړو چې د كوم صبر او تحمل او بردبارۍ سره دا قامي وظيفه ترسره كړی هغوي د ستائينې وړ دي٬د قامي اسمبلۍ او سېنېټ سېكرټرېټ٬د سېنېټ چيئرمېن٬د سېنېټ غړو٬ د قامي اسمبلۍ غړو٬د اېف بي آر٬د خزانې وزارت٬د منصوبه بندۍ وزارت او نورو مرستيالو ادارو لخوا په راكړې شوې مرسته هم مشكور يم۔د خزانې وزير ووئيل چې د نوې مالي كال وفاقي بجټ د دې معاشي سفر بيا آغاز دې كوم چې په كال 2018 كښې منقطع شوې وو٬دا يو مشكل مزل دې٬تېر كال كله چې مونږ حكومت سنبهال كړو نو هېواد د سختو حالاتو ښكار وو٬ د وزيراعظم بصيرت٬قوت ارادې او معامله فهمي په سبب مونږ په معاشي استحكام كښې كامياب شوي يو٬ په معيشت كښې د ګراوټ عمل ودرېدلې شوې دې۔زمونږ وړاندې هدف د پرمختګ مزل پېل كول دي كوم لپاره چې په بجټ كښې كوټلي تجاويز وركړی شوي۔د خزانې وزير ووئيل چې د وزيراعظم٬د وفاقي كابينې غړو٬اتحادي ګوندونو او پارلماني مشرانو هم مننه كوم چا چې د بجټ په ترجيحات كښې زما ډاډګيرنه كړې۔ده د قامي اسمبلۍ سپيكر كردار هم وستائېلو او وې وئېل چې سپيكر د صبر او تحمل او حكمت او دانائي سره د بجټ ټول سيشن بشپړ كړې۔د خزانې وزير وضاحت كولو سره ووئيل چې پرون د حج خاص پرواز په اړه زما بيان په مېډيا او سوشل مېډيا په غلط طريقې سره وړاندې كړی شوې٬ټول غړي په خپلو خپلو خرڅونو حج كولو له روان دي۔ده ووئيل چې سعودي حكومت نور حج پروازونه بند كړي وو ځكه چې د بجټ غونډه روانه وه مونږ د د سعودي حكومت ته خواست كړې چې د يو پرواز راتللو اجازه دې وركړی شي دغسې چې كوم غړي او نور وګړي حج كولو له ځي نو هغه لاړ شي۔په دې اړه ټول خرڅونه اړوند غړي او كسان خپله ادا كوي۔د خزانې وزير ووئيل چې مالياتي بل او پي اېس ډي بي كښې بدلونونه راتلونكو 24 نه تر 48 ساعتونو كښې به شامل كړی شي۔د خزانې وزير په دې موقع د قامي اسمبلۍ٬سېنېټ سېكرټرېټ او د بجټ په ټوله غونډه كښې د بېلو ادارو وظيفه ترسره كونكو ملازمينو لپاره د درې مياشتو بنيادي تنخا اعزازيې اعلان هم كړې