د ګرېډ 17 نه تر 22 افسران به دم دوه پنشن په صورت كښې يو پنشن وصولولې شي۔سېنېټر محمد اسحاق ډار وضاحت

image

اسلام آباد 25 جون(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار سپيناوې كړی چې د ګرېډ 17 نه تر 22 افسران به دم دوه پنشن په صورت كښې يو پنشن وصولولې شي۔د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه او نورو غړو لخوا پورته كړی شويو نكاتو ځواب وركولو سره د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې د ګريډ 17 نه تر 22 چې كوم افسران دوه پنشن وصولولو٬اوس به هغه يو پنشن وصولولې شي۔د يو نه تر ګريډ 16 ملازمينو به د دې اطلاق نه وي۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې دلته خلك د پاك پوځ سرلښكر٬بيا د چيف ايګزېكټو او بيا د صدر پاكستان پنشن اخستل د كوم چې غريب هېواد متحمل كېدې نه شي٬دغسې پنشنز د كونډې د مرګ نه پس پسماندګان لپاره تر 10 كاله موده مقرر كړی شوې۔د خزانې وزير ووئيل چې پنشن اصلاحات ضروري دي دغسې چې 800 ارب روپۍ تر كال حجم زيات شوې٬د ځينو هېوادونو برعكس په پاكستان كښې د پنشن په اړه صورتحال ښه دې۔د غوث بخش مهر لخوا په ډي اے پي د سبسډۍ خاتمې په اړه د اعتراض په ځواب كښې د خزانې وزير ووئيل چې ډي اے پي په پاكستان كښې تيارېږي٬ په 99-1998 كښې په پاكستان كښې د دې فيكټري لګولې وه۔د خزانې وزير ووئيل چې په امپورټډ ډي اے پي سبسډي ختمه كړی ده۔ده ووئيل چې پاكستاني كمپنۍ د ډي اے پي په پېداوار كښې د اضافې لپاره د نور 200 ملين ډالر سرمايه كارۍ اعلان هم كړې خو د خزانې وزير ووئيل چې د دې معاملې به د بجټ نه پس جائزه اخستلې شي٬ كركيله د معيشت نمو انجن دې٬د كسان پېكج له مخې د ډي اے پي بيعه د 14 زره روپۍ نه كمولو سره 10 زره روپۍ كړی شوې

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں