وزيران دې د غېر ضروري پروټوكول څخه ډډه وكړي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف

image

اسلام آباد 25 جون(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې د قامي اسمبلۍ لخوا د سېنېټ پخوانې او موجوده چيئرمېن لپاره د مراعات د بل ملاتړ نه دي كول پكار٬وزيران دې د غېر ضروري پروټوكول اخستلو څخه ډډه وكړي٬صدر٬وزيراعظم٬سپيكر او د سېنېټ چيئرمېن آئيني عهدې دي٬هغوي له پروټوكول اخستل جوړیږي خو مونږ د دې اهل نه يو۔د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بجټ منظورۍ نه پس د خيالاتو څرګندونه كولو سره د فاع وزير ووئيل چې په كومو سختو حالاتو كښې اسحاق ډار چې څنګ بجټ وړاندې كړو٬په دې هغه له مباركي وركوم٬هيله لرم چې د معاشي استحكام او نوې دور به پېل شي او د تېرو څلورو كلونو تباهۍ ازاله به هم وشي۔ده ووئيل چې حج له چې كوم غړي ځي٬هغوي په خپله خرڅ روان دي٬د بجټ په سبب د خاص پرواز د لارې تلې دي٬خو د حكومت لخوا هغوي ته كومې آسانۍ نه دي وركړې شوې۔هغوي سره عام مسافر هم په سفر كښې شريك شوي٬د سياستمدارو په اړه هڅې يوه واويلا كېږي٬زمونږ تنخاګانې د وفاقي سېكرټري څخه هم كمې دي

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں