د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د چين دوره پايې ته ورسيده ٬ په بي آر ايف كښې ګډون ٬ سي پيك ٬ سيمه ايز تړون او د ګډې سوكالۍ له د پاكستان د عزم پخلې

image

اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ چين ته مهمه دوره پای ته ورسېده چې پکښې نګران وزيراعظم سيمه ايز تړون او ګډې سوكالۍ لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت بشپړه وكالت سره سره د سي بېك منصوبو په وخت بشپړ كېدو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو كومه چې د بېلټ اېڼډ روډ انېشېټو (بي آر آئي) فلېګ شپ منصوبه ده۔ وزيراعظم د چین د صدر شي جن پنګ په بلنه د نړیوالې همکارۍ په درېم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ګډون او خطاب لپاره بيجنګ ته لاړو۔ د چين صدر نزدې د 140 هېوادونو ګډون سره د فوم پرانسته وكړه۔ د وزيراعظم انوارالحق کاکړ په شمول د فورم په معزيزنو كښې د روسيې صدر ولاديمير پوتين، د ایتھوپیا وزیر اعظم ابي احمد، د سریلانکا صدر رانیل ویکراما، سنګھے ٬ د جمهوريه كانګو صدر ډينس ساسو اېنګېسو ٬ د پاپوا نيو ګني وزيراعظم جېمز ماراپے او د كمبوډيا وزيراعظم هن مانيټ شامل وو۔ صدر البرټو فرنانډیز، د هنګری وزیر اعظم وکټر اوربان او د انډونیشیا صدر جوکو ویدوډو هم په فورم كښې ګډون وكړو۔ د بی آر اېف د لوړې كچې فورم ته ته د ‘اوپن نړيوال معيشت كښې د تړون اهميت’ په سرخط خپل خطاب كښې نګران وزيراعظم كاكړ ګډ سباؤن سره د يوې نړيوالې كميونټۍ تشكيل لپاره د صد شي وژن او بېلټ اېنډ روډ انېشېټو وستائله كومه چې پرمختګ ٬ ګډې سوكالۍ او نړيوال تړون لپاره زياته مهمه ده۔ په خپل خطاب كښې وزيراعظم په پاكستان كښی اقصتادي موقعې پېدا كولو كښې د سي پېك په كردار رڼا واچوله۔ ده انسانيت ته په پیښو چېلنجونو قابو موندلو او د ملګرو ملتونو د تلپاتي پرمختګ هدفونو او د 2030 ايجنډې لاندې د ترلاسه شويو كاميابو وروستو كولو څخه ساتلو له د متحد نړيوال كردار په حاجت زور راوړو۔ د فورم په موقعه ده د روس ٬ كينينا او سري لنكا په شمول د بېلو هېوادونو لارښودو سره ملاقات وكړو۔ ده د چين صدر شی جن پنګ او وزیر اعظم لی کیانګ سره سره د چين د کمیونسټ ګوند مشرتابه سره هم ملاقات وكړل۔ د چين صدر سره ملاقات كښې فريقېنو د پاك چين اړيكو په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړد چين خپل همڅنګ لی کیانګ سره په دوه اړخيزه ملاقات كښې د پاكستان او چين د مضبوطې ملګرتيا اعاده وكړه او د اعلی كچې مذاكراتو او تړون په لا مضبوطولو يۍ موافقت وكړو۔ دواړو لارښودو د ګډې اعلاميه كښې چین پاکستان په ہمه موسمی تزویراتی مرسته اډانه همكارۍ ٬ په بېلو څانګو كښې عملي مرسته او د دوه ارخيزه اړيكو په نړيوالو او سيمه مسئلو مواقفت وكړو۔ دواړو فريقو د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاك چين اړيكو بنياد په شريك باور دے۔ چینی تھنک ټبنکس او اسکالرز سره د ملاقات په مهال وزیر اعظم سی پېک د اسټرېټجک اړيكو عكاس وګرځولو كوم چې د پرمختګ ٬ د بې وزلۍ خاتمې او د روزګار موقعې پېدا كولو محرك ثابت شو۔ وزیراعظم د درېم بی آر اېف په موقعه د روسی فېډرېشن صدر ولادیمیر پوټن سره هم ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو تجارت، سرمایه کارۍ او توان ته خاص پام ګرځولو سره د دوه اړخيزه مرستې جاج واخست او په پاك روس اړيكو كښې په پرله پسې پراختيا يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دغسې نګران وزیراعظم د قازقستان صدر قاسم جومارټ توکایف او د سری لنکا صدر رانیل وکرماسنګھے سره هم ملاقات و كړو۔ په د موقعه ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتریس سره ملاقات وكړو او ده سره يۍ د غزه په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم چينائي كاروباري شخصياتو سره ملاقات وكړو او هغوي يۍ معاشی او مالی استحکام لپاره د پاكستان د اقدماتو په اړه خبر كړل۔ د دورې په مهال یونائیټډ انرجی ګروپ آف چائنه او پاکستان ریفائنری لمیټډ په پېټرولیم سېکټر كښې د 1.5 بلین ډالر سرمايه كارۍ لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړو۔ دې سره به د پټرول پیداواری صلاحیت 250,000 میټرک ټن څخه تر 1.6 ملین میټرک ټن او هائی اسپیډ ډیزل 0.6 ملین میټرک ټن تر 2 ملین مېټرک ټن زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه 20 لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاس ليك شول په كومو كښې چې بی آر آئی، انفراسټرکچر، کان کنی، صنعت، سبز ترقی، صحت، خلائی تعاون، ډیجیټل، ترقیاتی تعاون او چین ته د زرعی مصنوعاتو برآمدات شامل دي۔ د دورې په وروستي پړاؤ كښې وزيراعظم ارومچی ته لاړو چرته چې ده د سی پی سی مرکزی کمیټۍ پولټ بیورو غړي ما زنګروئی سره ملاقات او د سنكيانګ پوهنتون زده كوؤنكو ته خطاب وكړو۔ دواړو اړخونو د کان کنۍ صنعت په شمول د ارضیاتی سروے، په ارضیات او معدنیات د ګډې تحقیق، د هنر تربیې، او د کان کن٬ صنعتی پارکونو منصوبه بندۍ ، آئی ټی، صنعت کاری او د كركيلې په څانګو كښې د همكارۍ په مضبوطولو اتفاق وكړو۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم په چین كښې په درېم بېلټ اېنډ روډ فوم كښې ګډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو لپاره د صدر شي جن پنګ لخوا په وركړې شوې سركاري مېلمستيا كښې ګډون هم وكړو۔ په عظیم عوامی هال كښې د مېلمستيا دې دستوره كښې د روسيه، کینیا، ایتھوپیا، منګولیا، هنګری، سری لنکا، قازقستان، ازبکستان، پاپوا نیو ګنی، موزمبیق او چلی مشران او نړيوالو لارښودو ګډون وكړو۔ په دې موقعه صدر شی جن پنګ او اولنۍ مېرمنې میډم پینګ لی یوان وزيراعظم ته هركلې ووې۔

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں