د وزیراعظم عمران خان د آزادۍ ورځ په موقع د قام په نامه پيغام

image

 

اسلام آباد 14 اګست  (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي مونږ يو متحد،امناكه او عزم  لرونكي قام په حيث رامخي ته كيدو له د تاريخ په مزل كښې د سختو چيلنجونو نه تير شوي يو ، نن هم د هېواد دننه ځينې راپېښو مسئلو سره سره د منطقي بدليدلونكے صورتحال زمونږ د هغه لوظ امتحان دے، پاکستان نن د نړۍ ترمينځه سر پورته كولې شي،زمونږ پالسيو ته نړۍ كښې ډاډګيرنه ترلاسه ده ، کشمیري اولس سره د كړو لوظونو بشپړولو لپاره نړيوالي ورورولۍ پلو ګورو، پاکستان به تر  خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د کشمیریانو ملاتړ روان ساتي ، افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري، پاکستان به د خبرو اترو د لاري د شخړي سیاسی حل له مرسته روانه ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزادۍ ورځي په موقع خپل پيغام كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل بايد نن اولس قامی بيرغ هسك كولو سره د  ایمان، اتحاد، تنظیم قامی اقدارو سرلوړۍ له د كلك عزم پخلے وكړي د كوم تصور چې قائد اعظم محمد علی جناح وړاندې كړے ؤ ۔ ده ووئيل مونږ يو متحد، امناكه  او عزم لرونكې په حیث د خپل تاریخ په مزل كښې د سختو چيلنج څخه تيريږو۔ د هر وخت غونډي به د خپل كلك عزم په سوب په دې ټولو چيلنجونو قابو ومومو۔ ده ووئيل د معیشت بحالۍ، د کورونا وبا مخنيوے او د ماحولیاتی تحفظ په اړه زمونږ پالیسیو ته په ټوله نړۍ كښې ډاډګيرنه ترلاسه شوې ۔ وزیراعظم ووئيل په دې موقع بايد مونږ خپل كشميريان هير نه كړو ، كوم چې د خرابو حالاتو او د هنديغیر قانونی قبضه كښې د جبر سره مخ دي او د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو لپاره هلي ځلي كوي۔

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں