وزيراعظم عمران خان افغان دولت او طالبان مذاكراتو ته په كېښنولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ شېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان افغان دولت او طالبان مذاكراتو ته په كېښنولو كښې مهم كردار ترسره كړے٬ په نړۍ كښې امن لپاره به د پاكستان خذمات د تاريخ په زرينو ټكو ليكلې شي۔عمران خان په ازبكستان كښې د اشرف غني پوهه كولو ډېرې هڅې وكړې خو هغه غلط فهمۍ سره مخ و٬مونږ به نه خپله خاوره د بل په ضد كارولو ته وركړو او نه به د خپلې خاورې په ضد د بل هېواد لاس وهنه وزغمو۔افغانستان دې خپلې ستونزې په خپله په ګډه حل كړي ځكه چې په افغانستان كښې امن پاكستان لپاره ضروري دې٬د طورخم او چمن پورې سوله ايزې دي٬كه د هند مېډيا غلط بيانې كړې د دې ترديد كوو۔په افغانستان كښې طالبان تسليمول يا نه تسليمول د وزيراعظم عمران خان او د خارجه وزارت پريكړه ده۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔شېخ رشيد ووئيل چې وزيراعظم عمران خان ته مباركي وائيم چې نن د هغه حكومت درې كاله موده ترسره كړه او راتلونكې دوه كاله به هم د اولس بشپړه خذمت وكړو۔ده ووئيل چې د پاكستانيانو درې بسونه د طورخم د پولې څخه د شورو په سهار كليئر كړې شوې دي۔هلته چې نور كوم پاكستانيان موجود دي يا دوي سره افغانۍ كورنۍ دي٬دوي ته هم آسانې وركوو۔په دې وخت كښې 900 سفارتكار او د نورې عملې نه علاوه 613 پاكستانيان دلته رارسولې شوي دي چې كوم خلك د افغانستان نه پاكستان ته راځي د هغوي اندارج كولې شي۔ده ووئيل چې د هند مېډيا دروغ وائي د چمن او طورخم په پلوه تګ راتګ او د تجارت لړۍ روانه ده۔د هغه ځاې څخه تراوسه كوم افغان كډوال پاكستان ته نه دي داخلې شوې٬په افغان پولو پاك پوځ او نور ځواكونه موجود دي۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې غېر ملكي خبريالان او غېر ملكي مېډيا سره كار كونكي افغانان٬د آئي اېم اېف او د نړيوال بانك عمله او سفارتكار نن د خاص الوتكې د لارې راوړل كېږي۔كوم خلك چې د نورو هېوادونو وګړي دي دوي به د هوائي اډې د لارې خپلو هېوادونو ته ځي٬د وزارت لخوا به دوي ته ټرانزټ ويزه وركولې شي۔وفاقي وزير ووئيل چې د عاشورې په ورځ د زرګونو په شمېر پوليس سرتېري په ځاې كړې شوي دي٬د محرم په اړه زما پېغام هم دا دے چې د بل عقيده مه څيړۍ او خپله عقيده مه پرېږدۍ

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha