د وزيراعظم عمران خان د پالېسو په نتيجه كښې هېواد د پرمختګ او اولس د خوشحالۍ په لار روان شوې۔وزيرمملكت فرخ حبيب

image

اسلام آباد 18 اګست(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې نن د پاكستان د تحريك انصاف د حكومت درې كاله ترسره شوي٬ د وزيراعظم عمران خان د پالېسو په نتيجه كښې هېواد د پرمختګ او اولس د خوشحالۍ په لار روان شوې۔د شورو په ورځ د پي ټي آئي د حكومت د درې كاله په ترسره كېدو په خپل بيان كښې وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل چې نن د هېواد برآمدات د 25.3 ارب ډالرو دي٬د زرمبادله ذخيرې د دريو كلونو په لوړه كچه دي٬د خذماتو په څانګه كښې آئي ټي په نړۍ كښې خپل غوره مقام جوړ كړې٬ترسيلات زر د 29.4 ارب ډالرو نه زيات شوي٬ده ووئيل چې د كامياب ځوان پروګرام له مخې درې زره ځوانانو ته 15 ارب روپۍ وركړې شوې دي٬ 60 لكه كورنۍ د غربت نه ويستلو لپاره كامياب پاكستان پروګرام پېل كړی شوې٬ده ووئيل چې حكومت د دريو كلونو په مهال هغه پروګرامونه او پروژې پېل كړې دي كومې چې په 71 كلن تاريخ كښې ممكنې نه وې۔ده ووئيل چې 1000 ارب روپۍ د سرمايه كارۍ كمرشل او د استوګنې پروژې لپاره منظور كړی شوې دي د كم آمدن كورونو لپاره د 145 ارب روپو خواستونه ترلاسه شوي دي٬د 45 ارب روپو قرض منظور كړې شوې٬په 120 صنعتونو كښې د 4100 ارب روپو معاشي چارې به پیدا شي او په مجموعي توګه به د روزګار 7 لكه موقعې پېدا شي٬تراوسه د كم آمدن 20 زره هاؤسنګ يونټس ترسره شوي۔د نوي پاكستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتهارټۍ 70 زره كورونو پروژې شارټ لسټ كړې دي۔په خېبرپښتونخوا كښې ټولې آبادۍ ته د روغتيا كارډ وركړې شوې۔سږ كال به ټول پنجاب ته هم دا كارډونه وركړې شي۔د احساس پروګرام 260 ارب روپو ته رسولې شوې٬د 11 مياشتو په لنډه موده كښې د روشن ډيجيټل اكاؤنټ د دوه اربه ډالر نه زيات شوې٬د بندونو په پروژو كار پېل شوې

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں