اسلام آباد 14اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسین وئيلي دي چې پاکستان افغانستان كښې امن غواړي ، افغانستان كښې په بدليدونكي صورتحال ژور نظر لرو، كه د وزیراعظم عمران خان په افغانستان كښې د مخلوط حکومت تجویز منلې شوې وې نو نن به په افغانستان كښې صورتحال مختلف و، د نریندر مودی حکومت كښې د هند اولس توره ورځ لمانځلې شي، کووډ په مهال په هند كښې شوي زيان ذمه وار هم نریندر مودی دے، د پاکستان جوړيدو نه تر اوسه مزل په لويو قربانیو او هلو ځلو اډانه دے، قام دې باور لري چې د عمران خان په مشرۍ كښې به هېواد د پرمختګ پلو روان وي،د پاکستان سباؤن مستحکم، آزاد او پرمختللې قام دے۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ آزادی کپ 2021ء د انعامات وركولو دستوري ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل کراچۍ نه تر خېبر ټول هېواد كښې د آزادۍ ورځ پھ ښه ډول لمانځلې شوي، نن میچ د آزادۍ پھ خوشحالو كښې د زياتوالي سبب وګرځيد، دا ميچونه زمونږ د آزادۍ ميوه ده۔ټول قام له د آزادۍ ورځ مباركي وركوم۔ده ووئيل مونږ ہم کسمپرسی حالات كښې خپل مزل پيل كړې خو نن مونږ سره ښه ګرائونډز، ښه لوبغاړي او ښه پوهنتونونه شته۔ وفاقی وزیر ووئيل زمونږ سره د هيوي انډسټري يوه كارخانه وه ، نن پاکستان جیټ الوتكي جوړونكو 9 هېوادونو كښې شامل دې،نن مونږ ګاړي پخپله جوړوو،مونږ د نړۍ 5م لوئ قام يو ، زمونږ شميره د نړۍ په 7 اتومي قوتونو كښې كيږي۔ده ووئيل دا کامیابۍ زمونږ د آزادۍ د نعمت له امله ترلاسه شوي،ځيني خلك د مياسوۍ خپرولو عادت لري۔ده ووئيل كوم كسان چې دا ګڼي چې مونږ په پريكړو كښې آزاد نه يو، نو د هند او پاکستان د مسلمانانو د حالاتو مشاهده دې وكړې شي ، فرق له ښكاره شي۔ده ووئيل بايد مونږ د خپلي آزادۍ قدر كولو سره د لوے څښتن مننه وكړو،او د هېواد شهيدان ياد ولرو د كومو د قربانو په وجه چې نن دلته مونږ د كركټ ميچ كوو او د امن سره ژوند كوو۔ چوهدری فواد حسین ووئيل په خپلو خوشحالو كښې بايد هغه شهيدان او هغه وګړي ياد وساتو چا چې په څپل ژوند كښې تكليفونه برداست كړي ، نن د هغوي د قربانو پھ وجه مونږ د آزادی په شان نعمت څخه خوندونه اخلو۔د يوي پوښتني په ځواب كښې ده ووئيل په افغانستان كښې د بدل شوي صورتحال غور سره جاج اخلو۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن غواړو مونږ هڅه كوو چې كابل كښې ټولي ډلي د يو آئین او په يو نظام متفق شي دغسې چې افغانستان كښې امن راشي۔