پاكستان به نړيوالې ټولنې له د افغانستان څخه په آسانه او سمدستي وتلو لپاره هر ډول ممكنه مرسته او آسانې وركوي۔په كابل كښې د پاكستان سفارتخانه د قونصلر د خذمات تر سره كولو كار كوي۔د خارجه سېكرټري سهيل محمود غېر ملكي سفارتكارو ته بريفنګ

image

اسلام آباد 16اګست (اے پي پي) خارجه سېكرټري سهيل محمود د ګل په ورځ اسلام آباد كښې غېر ملكي سفارتكارو ته د پاكستان لخوا د نړيوالې ټولنې غړو چې پكښې سفارتكار٬عمله٬د نړيوالو تنظيمونو آستازي٬آئي اېن جي اوز٬مېډيا او نور كاركنان شامل دي د افغانستان څخه د راويستلو انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔د خارجه دفتر له مخې د ډپلومېټك كور غړي خبر كړے شول چې د وتلو يا د كډې كولو ټول درخواستونه خارجه وزارت ته وركړے كېدے شي او په دې به په تندۍ سره كاروائي كولې شي۔خارجه سېكرټري ووئيل په افغانستان كښې پاكستانيانو سره د ضروري مرستې نه علاوه په كابل كښې د پاكستان سفارتخانه د قونصلر خذمات تر سره كولو كار كوي۔په كابل كښې د پاكستان سفارت په تندۍ سره ويزې جاري كړي۔ ده ووئېل د پاكستان په نړيوالو هوائي اډو د ويزه آن آرائيول وركولو طريقه هم وضعه كړې شوې۔د دې نه علاوه د كورنيو چارو په وزارت كښې 24 ساعته كار كونكے خاص بين الوزارتي سېل او د آسانېو مركز هم جوړ كړے شوے چې دغسې د ويزې معاملې آسانې كړې شي۔د وتلو عمل په اړه رابطه كارۍ لپاره د سهولت مركز ټېليفون شمېرې ډپلومېټك كور سره شريكې كړی شوي۔دا شمېرې +920516660920 او +9203004097976 دي۔خارجه سېكرتري ووئيل د 15م اګست 2021 څخه وړاندې پاكستان ته د وړاندې نه د كابل څخه د خاص پروازونو راتګ پېل شوے

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں