اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاكار ډاكټر معيد يوسف وئېلي دي پاكستان په منطقه كښې امن غواړي٬په افغانستان كښې امن او استحكام د ټولو ترجيح پكار ده٬نړيواله ورورولي دې د امنيتي خلاﺀ يا د بشري بحران راپېدا كېدو انتظار په ځاے د دغې مخ نيوي له افغانستان يوازې نه پرېږدي۔د دښمن مقاصدو له به پاكستان كښې عدم استحكام د راپیدا كولو اجازه ورنه كړے شي۔د خپل هېواد په سلامتيا او خپلواكۍ به هېڅ سودا نه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يوې امريكائي نشرياتي ادارې ته د مركې په مهال وكړه۔ده ووئيل د پوخ امن او د مسئلې تل پاتې حل له نړۍ له د طالبانو سره رابطې جوړول پكار دي٬ د افغانستان يوازې پرېښودلو د 90 د لسيزې تېروتنې بيا نه دي كول پكار۔ده ووئيل هغه وخت هم د افغانستان يوازې پرېښودلو سره د امنيت خلا راپیدا شوې وه۔د كومې لرې كولو لپاره چې نړيوالو ترهه ګرو تنظيمونو د افغانستان مخه كړې وه او د ناامنۍ او لاقانونيت په سبب بشري بحران راپېدا شوے ؤ ۔ده ووئيل افغانستان كښې د عدم استحكام په سبب پاكستان د مسائلو سره مخ پاتې دے٬د نائن اليون نه وروستو پاكستان ته د 80 زره نه د زياتو ځانونو او د 150 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان پورته كول ورپغاړه شوې۔دغسې 3.5 ملين كسان د ترهه ګرو د لاسه په كډه كولو مجبور شوي۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې د امريكې د مرستې لويې زيان پورته كړے۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې دامن پلوي يو او امن استحكام لپاره به خپله مرسته روانه ساتو۔خو داسې د نړيوال قانوني فريم ورك ترمخه ممكن ده۔ده ووئيل زمونږ لپاره د پاكستان سلامتيا او خپلواكي تر ټولو مقدم ده٬په دې به هېڅ سودا نه كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د افغانستان پخواني حكومت د خپلو كمزورو او ناكامو پړه په پاكستان د اچولو هڅې كولې۔هند د پاكستان په ضد په منفي ډنډورو كښې ككړ دے٬د هند مېډيا چې د كومې الوتكې د وېډيو په بنياد ډنډوره كوي هغه د امريكې د الوتكې په برتانيه كښې د پرواز وېډيو وه۔ده ووئيل نړيوالې مېډيا د هند د جعلي خبرونو نېټ ورك د وړاندې نه بې نقابه كړے۔ډاكټر معيد يوسف ووئيل پاكستان افغانستان كښې د عدم استحكام په سوب د خپلو پولو خوندي كولو او خپلې خاورې ته د ترهه ګرو راتګ مخ نيوي لپاره عزم لري دغسې افغانستان څخه د انخلا په آپرېشن كښې هم د نړيوالې ورورولۍ هر ممكنه مرسته كوي۔ده ووئيل طالبانو نړۍ له باور وركړے چې د افغانستان خاوره به د كوم هم هېواد په ضد د كارولو اجازه چا له ورنه كړي۔ده ووئيل افغانان او پاكستانيان په خپلو كښې وروڼه دي او د دوي اړيكې په پيړيو محيط دي۔