اسلام آباد 29نومبر(اے پی پی)د تعليم او پېشه وره چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د داسې ځوانانو ضرورت دے كوم چې تعليم سره سره انتظامي چارو كښې هم پوهه ولري٬ په هېواد كښې د لوړو زده كړو معيار ته وده وركړې كېږي۔ده د ګل په ورځ د ويمن ليډر شپ پروجېكټ پرانستې دستورې ته وېنا كوله۔په دې موقع ده ووئيل زما خواهش ؤ چې د لوړو زده كړو د لارې مونږ ليډرز ولټوو۔په لوړو زده كړو كښې معيار ته ورده وركړو۔ده ووئيل داسې ډېر كم كسان شته چې پخپله پېشه كښې مهارت لري٬ده ووئيل مونږ پوهنتونونو ته ضرورت لري ٬زمونږ سره ټولې 232 يونيورسټۍ دي۔ده ووئيل د پوهنتونونو لپاره د اعلې تعليم ډېر ضرورې دے٬سباؤن د ډګرو نه د هنر دے۔ده ووئيل زمونږ په وخت كښې ډګرۍ ھر څه وې۔وفاقي وزير ووئيل مونږ 1 لك 70 زره خلكو ته د هنر ټريننګ وركوو