مقبوضه کشمير د هند لخوا د روان ظلم او بربريت مثال په نړۍ كښې نه ترلاسه كېږي٬ پاكستان به په هر فورم د بې ګناه كشميريانو ملاتړ دوامدار ساتي۔ د فرخ حبيب د عكسونو نندارتون ته وېنا

image
APP08-271021 ISLAMABAD: October 27 - Minister of State for Information and Broadcasting Farrukh Habib addressing during photographic exhibition to mark Kashmir Black Day in connection with right to self-determination to the people of Indian Illegally Occupied Jammu and Kashmir (IIOJK) at Pak-China Friendship Centre arranged by Directorate of Electronic Media & Publications. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې مقبوضه کشمير د هند لخوا د روان ظلم او بربريت مثال په نړۍ كښې نه ترلاسه كېږي٬ د غېر قانوني قبضې په مهال د مقبوضه كشمير د بې ګناه وګړو وينه بخښېږي۔ د عكسونو نندارتون ته خپلې وېنا كښې فرخ حبيب ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزو غندنه كوٶ٬ پاكستان به په هر فورم د بې ګناه كشميريانو ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده ووئيل هند د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد كښې خنډ جوړ دې۔ فرخ حبيب ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د پېلټ ګنز بې درېغه استعمال كېږي٬ مودي سركار په مقبوضه کشمير كښې خپلې انتها پسندانه پاليسۍ تپل غواړي، هند كښې د مودي سركار د هندوتوا او د آر اېس سې سوچ غالب شوې دې۔ ده ووئيل هند د طاقت د استعمال د لارې د كشميريانو په خله لاس كېښودو لپاره هره غېر انساني حربه كارولې او كله هم كامياب شوې نه دې۔ ده ووئيل پاکستان به د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي٬ وزيراعظم عمران خان د کشميريانو د رښتينې وكيل او مړني سفير ثبوت وركړې دې

مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں