سرينګر ٬ كشميرې اولس 27 اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي

image

سرینګر۔26اکتوبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي 27 اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي چې مقصد ئې نړيوالې ورورولۍ ته دا باور وركول دي چې هند د كشميري اولس د هيلو په ضد په جموں او كشمير قبضه كړې ده او د هغوي د خپلواكۍ د حق نه پرله پسې انكار كوي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې هند په 27 اكتوبر 1947 د نيمې اوچې وېش فارمولې خلاف ورزي كولو سره او د كشميري اولس د هيلو په ضد كار كولو سره په جموں وكشمير كښې خپل پوځونه تعينات كړل او په كشمير ئې ناجائزه قبضه كړې وه۔ په دې لړ كښې به كشميرې اولس 27 اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ په دې موقعه به بشپړ هړتال او د لال چوك سرينګر په لوري مارچ كولې شي۔ د هړتال كال كل جماعتي حريت كنفرنس٬ د مير واعظ عمر فاروق په مشرۍ كښی حريت فورم او نورو آزادي خوښوونكو تنظيمونو وركړې دې۔ د روان كال په مهال د تورې ورځې لمانځلو مقصد د نړيوالې ورورولۍ پام په مقبوضه كشمير كښې د هندي حكومت د 5 اګست كال 2019 نه د مسلط كړې شوې محاصرې د لاسه كشميري اولس ته پېښو مسئلو پلو ګرځول هم دي۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس ګوندونو هم خپلو بېلو بېلو پېغامونو كښې وئيلي دي چې هندي ځواكونه روزانه تش لاسې كشميري وګړي وژني او د هغوي املاك ته زيان رسوي۔ د دې ټول صورتحال نړيواله ورورولي خاموشۍ سره تماشا كوي۔ جموں کشمیر ډېموکرېټک فريډم پارټۍ، جموں و کشمیر پیپلز لیګ، مسلم کنفرنس جموں و کشمیر، تحریک استقلال جموں و کشمیر، محاذ آزادی جموں وکشمیر اور اسلامی تنظیم آزادی وئيلي دي چې د 27اکتوبر1947 ورځ كشميري اولس لپاره ستونزې رامخې ته كړي دي او دا ځكه چې هند د دغې ورځې نه په منطقه كښې د خپلې غېر اخلاقي ايجنډې نافذ كولو هڅې كوي۔

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن