اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير ډاكټر نور الحق قادري وئيلي دي حكومت د هېواد او د اولس په ګټه كښې د كالعدم جماعت معاملې زر تر زره سرته د رسولو هڅه كوي ٬ د رياست كردار د مور په ډول وي٬ مظاهرچيان هم په دې هېواد كښی ژوند كوي ځكه حكومت د دوئي په ضد د سختې كارروائۍ كولو كومه اراده نه لري خو كه چا د رياست رټ چېلنج كولو هڅه وكړه نو بيا به قانون خپله لاره پخپله جوړوي۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل د علماﺀ كرامو يو پلاوي وزيراعظم عمران خان سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان علماﺀ كرام هېواد ته د پېښو ستونزو په اړه خبر كړل او هغوئي ته ئې د دې معاملو سرته رسولو له د مثبت كردار ترسره كولو ووئيل۔ هغه ووئيل وزيراعظم ټول عمري بامقصده او جدي مذاكرات خوشبينه ګرځولې دي۔ هغه غواړي چې كالعدم جماعت سره دې معاملې زر تر زره سرته ورسي۔ نورالحق قادری ووئيل جي ټي روډ د ټول هېواد شه رګ دے۔ ددې بندېدو سره معاشي هلې ځلې او د وروځې بېلې معاملې ځپلې شي ځكه بايد د دې مسئلې زر تر زره حل ولټولې شي۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان چې د عشق رسول ودې او د رحمت للعالمين اتھارټي جوړولو سره كوم اقدامات كړي دي او په نړيواله كچه ئې چې څنګه اسلامو فوبيا او د ناموس رسالت په اړه دريځ خپل كړې مثال نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل مظاهرچيان پرله پسې خپلې مطالبې بدلوي۔ كه دوئي كومه جائزه او قانوني مطالبه لري نو هغه دې راوړي دغسې چې د مذاكراتو عمل ته حتمي شكل وركړې شي۔ هغه ووئيل د مظاهرچيانو په مطالبه حكومت د فرانسيسي سفير د هېواد نه د ويستلو په اړه اسمبلۍ كښې قرارداد وړاندې كړې ؤ۔