لاهور 29 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او مينځني ختيز خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د هېواد په موجوده صورتحال پاكستان علماﺀ كونسل علماﺀ او مشائخو سره د رابطو لړۍ پېل كړې ٬پاكستان علماﺀ كونسل د خبرو اترو د لارې د مسائلو حل كولو درخواست كولو سره وئېلي دي كالعدم تنظيم دې لارې خلاصې كړي او خبرې اترې دې مثبت پلو د بوتللو هڅې وكړي٬تشدد د مسئلو حل نه وي٬ټول مسلمانان د رسول اكرم(ص)د ناموس رسالت او ختم نبوت عقيدې چوكېداران دي٬علماﺀ او مشائخو سره رابطې پېل شوي۔د پاكستان او سعودي عرب اړيكې لازواله دي٬د سعودي عرب مشرتابه مننه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده يو پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل دا وخت د هېواد دننه چې كوم صورتحال دے په دې د پاكستان علماﺀ كونسل د پليټ فارم سره مونږ ھڅې كړي چې په خبرو اترو معاملات حل شي٬تشدد٬لارې بندول٬اړے ګړے ٬خلكو ته زيان رسول٬د سلامتي ادارو كسان په نخښه كول٬پوليس په نخښه كول٬كومه وينه چې توې شوې يا توېږي٬هغه كه د كوم ګوند د غړې وي يا د پوليس والا٬دا زيان د پاكستان دے۔ده ووئيل د پاكستان علماﺀ كونسل د هر مكاتب فكر مشرانو سره د رابطو لړۍ پېل كړې٬زمونږ هڅه ده چې د افهام او تفهيم او مذاكراتو د لارې د مسئلې حل كولو هڅه وكړې شي ۔ ده ووئېل حكومت وئېلي دي كومې غوښتنې چې شوي په دې خبرو او د ځينې غوښتنو منلو له چمتو يو٬څوك هم د غلط فهمۍ ښكار نه دي پكار چا چې هم كلمه وئېلي هغه د ناموس رسالت او عقيدت ختم نبوت چوكيدار دے۔ ده ووئېل زمونږ ټول هر څه د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په عزت٬ناموس او د ختم نبوت په عقيده قربان دي