وفاقي دارالحکومت كښې د او آئي سي غېر معمولي غونډې په مهال به د خالي په ورځ په اتلسم او د ګل په ورځ په 20م دسمبر ځائي رخصتي وي

image

اسلام آباد17دسمبر (اے پي پي) د اسلام آباد ډپټي کمشنر حمزه شفقات وفاقي دارالحکومت كښې د او آئي سي د غېر معمولي غونډې په موقع د خالي په ورځ په اتلسم او د ګل په ورځ په 20م دسمبر د ځائي رخصتي اعلان كړے ۔ د اسلام آباد ډپټي کمشنر د كابينه ډويژن پرېكړې نه پس په باضابطه توګه اعلاميه جاري كړې ۔ ډپټي کمشنر خپل ټويټ كښې وئيلي دي د خالي او ګل په ورځ به په اسلام آباد كښې سكولونه او نجي دفترې بندې وي او د دې نه علاوه د مارګله په غرونو به هائيكنكګ ټرېلز هم بند وي۔ ډپټي كمشنر ووئيل د پاك سېكټرېټ نه به تر شهيد ملت سېكټرېټ د مېټرو بس سروس هم د ګل په ورځ بند وي

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں