اسلام آباد 21 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د كال 2018م نه پرله پسې د بحرانونو مقابله كوي، بلاول دې ووائي چې د 13 كلونو په مهال د كرپشن نه سوا په سندھ كښې ئې د پيو او شهدو كوم نهرونه جوړ كړل. د بلاول زرداري په بيان په خپل غبرګون كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت ووئيل چې اوسنې حكومت د ګاز نويو ذخيرو او ټرمينلز لپاره اسانيې وركوي. ده ووئيل چې كله پي ټي آئي اقتدار سنبال كړو نو ټولې څانګې ډيفالټ كېدو ته نزدې وې، د هېواد معيشت تباه و. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د 2018م نه پرله پسې د بحرانونو مقابله كوي، بلاول دې ووائي چې د 13 كلونو په مهال د كرپشن نه سوا په سندھ كښې ئې د پيو او شهدو كوم نهرونه جوړ كړل. وزير مملكت ووئيل چې په سندھ كښې ټولې چارې وفاق ترسره كوي، د برېښنا په استمال وګړو ته ريليف وركولې شي. ده ووئيل چې د ن ليګ د برېښنا او ګاز د ګرانو پروژو قيمت نن اولس ادا كوي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان سږ كال په پېټروليم مصنوعاتو ټېكسونه كم كړي دي چې دغسې اولس ته زيات ريليف وركړے شي.