اسلام آباد 17 نومبر(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي ورچوئل تعليم ډېر مهم دے٬پاكستان اعلٰی تربيت يافته آئي ټي او مېډيكل ګريجوېټس ته ضرورت لري٬ بايد دې اړخ ته پام لرنه وكړې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان انسټي ټيوټ آف مېډيكل سائنسز كښې د شهيد ذوالفقار علي بهټو مېډيكل يونيورسټۍ او د فېډرل مېډيكل كالج د اكېډمك بلاك د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې ۔په دستوره كښې د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان٬د لوړو زده كړو كمېشن ايګزېكټو ډائرېكتر ډاكټر شائسته سهيل٬د پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر تنوير خالد او نورو شخصياتو ګډون كولو۔ډاكټر عارف علوي ووئيل زه د ورچوئل تعليم قائل يم او په انفارمېشن ټېكنالوجۍ كښې ډېره خوښي لرم٬په هېواد كښې هر كال 26 زره د آئي ټي ګريجوېټس د تعليمي ادارو څخه فارغ التحصيل كېږي او د ګاونډي هېواد په مقابل كښې دا شمېره ډېره كمه ده۔صدر ووئيل د 1970 او 1990 په لسيزو كښې د هېواد نه په لويه شمېره مېډيكل ګريجوېټس بهرنو هېوادونو ته لاړل او مونږ د دوي څخه استفاده ونه كړې شوه۔ده ووئيل پاكستان ته په دې وخت كښې د نرسز او نورې تربيت يافته طبي عملې ضرورت دے بايد دوي بهرنو هېوادونو ته ونه لېږلے شي چې دغسې د سباؤن ضروريات پوره كړے شي۔صدر مملكت ووئيل ورچوئل تعليم ډېر مهم دے٬پاكستان اعلٰی تربيت يافته آئي ټي او مېډيكل ګريجوېټس ته ضرورت لري٬ بايد دې اړخ ته پام لرنه وكړې شي