وزير مملكت فرخ حبيب په شمالي وزيرستان دته خېل كښې په چېك پوسته د ترهګرو د بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب په شمالي وزيرستان دته خېل كښې په چېك پوسته د ترهګرو د بريد غندنه كولو سره دا د ترهګرو بزدلانه كارروائي ګرځولې ده. د خالي په ورځ د غندنې په بيان كښې وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل چې د خوږ وطن په دفاع كښې قربانې وركوونكو شهيدانو ته سلام وړاندې كوو. ده ووئيل چې زمونږ وسله وال پوځ او امنيتي ځواكونه د ترهګرې مكمل خاتمې لپاره پوخ عزم لري. ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں