وزيراعظم به د سيكا د مشرانو شپږمه دوه ورځنۍ غونډه كښې ګډون كوي

image

اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف به په آسيا كښې د تعلق او باور جوړولو اقدامات له د سيكا كنفرنس د مشرانو شپږمه دوه ورځنۍ غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم به د اكتوبر په 13 مه نېټه د كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف به د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې “په آسيا كښې د تعلق او باور بحالۍ اقدامات كنفرنس “(سيكا) په اړه د مشرانو شپږمه دوه ورځنۍ غونډه كښې ګډون كوي۔ د كابينې غړي به هم وزيراعظم سره ملګري وي۔ وزيراعظم به په 13 اكتوبر د كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب كوي۔ په خپل خطاب كښې به وزيراعظم آسيائي هېوادونو ته په پېښو ګډو چېلنجونو قابو موندلو له د يو ځانګړي فورم په توګه د سیکا اهميت په ډاګه كوي۔ د مشرانو غونډې په مهال به وزيراعظم د سيكا غړو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي چې مقصد يۍ په خاص توګه د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او توان په څانګه كښې پراخا مرستې ته وده وركول دي۔ سيكا په 27 آسيائي هېوادونو مشتمل يو بېن الحكومتي فورم دے كوم چې په كال 1992 كښې جوړ شوے۔ په دې كښې د آسيا امن ٬ سلامتيا او سماجي او معاشي پرمختګ ته وده وركولو پلو خاص پام ګرځولے شي۔ سیکا د خبرو اترو او مرستې د لارې د سيمه ايز استحكام او سوكالۍ هدفونو سر كولو له يو د قدر وړ فورم ګڼلے شي۔ دا فورم په 5 سترو څانګو كښې د باور بحالولو له ګامونو ته وده وركوي په كومو كښې چې معاشي ٬ ماحولياتي ٬ بشري ٬ پوځي او سياسي اړخ او عصري چېلنجونه او خطرې شاملې دي۔ د سيكا منشور او هدفونو په تناظر كښې د وزيراعظم د مشرانو په غونډه كښې ګډون دا په ډاګه كوي چې پاكستان په آسيا كښې تعلق او د معاشي مرستې ودې ته زيات اهميت وركوي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں