د سيالکوټ پېښه پاکستان لپاره د شرم وړ ورځ ده٬ د پلټنو پخپله څارنه كوم٬ ذمه وار به انصاف سره مخ كولې شي۔ د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په سيالکوټ كښې د قهرجنو په يوه كارخانه ناوړه بريد او د سري لنكا منېجر ژوندے سوځول پاكستان لپاره د شرم وړ ورځ ده۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د پېښې د پلټنو پخپله څارنه كوم۔ وزيراعظم په سپينو ټكو واضح كړې چې ذمه وار به انصاف سره مخ كولې شي٬ د ګرفتارۍ سلسله روانه ده۔

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں