د صحت مند ژوند کولو او د رنځونو په ضد د صحت خيال ساتلو د لارې زمونږ په نازک روغتیایی نظام د ناروغیو بار کمېدے شي٬ صدر ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د صحت مند ژوند کولو ، تمرین او د متعدي او غېر متعدي رنځونو په ضد د صحت خيال ساتلو سره زمونږ په نازک روغتیایی نظام د ناروغیو بار کمېدے شي٬ د صفايۍ او خپل خوراك ښه كولو سره به د درملنو په نظام او رنځورانو هم فشار كم شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د فاؤنډېشن يونېورسټي ګالج آف ډېنټسټري كانووكېشن دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د فېكلټي غړو ٬ فراغت ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو او د دوي مور او پلار ګډون كولو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې صدر د رنځونو د زر تشخيص په اړه د اولسي شعور بېدارولو ٬ رنځورانو سره د احتياط او د نرمۍ كولو او په هغوي د شفقت كولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل دې سره د صحت مسئلو حل كېدو كښې زيات فرق رامخې ته شوے۔ ده ووئيل اولس كه يواځې د خلې د صفايۍ او د دې خيال ساتلو اهميت څخه خبر شي نو د خلې په رنځونو كښې زيات كمے رامخې ته كېدے شي۔ صدر مملكت په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې 50 فيصد مېرمنې د واده نه وروستو يا د دې نه وړاندې د ميډيكل پېشه پرېدې او دا هېواد لپاره ډېره زيانمنده خبره ده۔ ده د دې رجحان ختمولو له د اقدامات په كولو زور راوړلو سره مور او پلار ته هم تاكيد وكړو چې هغوي د خپلو لوڼو خپلې كړې پېشې روانې ساتلو له مرسته وكړي۔ صدر مملكت زلمو ګرېجوېټس ته د هغوي د پېشه وره ژوند په پېل كولو مباركي وركولو سره دوي ته مشوره وركړه چې د علم ترلاسه كولو لړۍ دوامداره ساتې او په خپل پېشه ور ژوند كښې د عاجزۍ څرګندونه وكړې ۔ ده د طب پېشې سره په تعلق لرونكو ټولو وګړو زور راوړو چې هغوي رنځورانو سره د زياتې خواخوږۍ څرګندونه كوي ولې چې د دوي تعلق د يوې داسې پېشې سره دے د كومې بنيادي فرض چې د خلقو ستونزې او پرېشانۍ كمول دي۔ دې نه وړاندې صدر مملكت غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ګرېجوېټس ته مېډلز او سندونه وركړل

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں