آستانه 13 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف سره د فلسطين صدر محمود عباس د زيارت په ورځ ملاقات كړې، دواړو لارښودو ترمينځه په زړه پورې خبري اتري شوي او د هغوي جذباتي خبري اتري د اسلامي اخوت او ورورولۍ مثال ګرځيدلې دې۔ محمود عباس فرط جذبات كښې د وزيراعظم شهبازشريف دواړه لاسونه خپلو لاسو كښې ونيول۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د فلسطين صدر او وزيراعظم شهبازشريف يو بل ته ورتغاړي وتل او خپلو كښې ئې په زړه پوري خبري اتري وكړي۔ وزيراعظم محمد شهبازشريف د فلسطين صدر سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د سيلاب په مهال په مرسته ستاسو مننه كوم۔ محمود عباس ووئيل پاكستان زمونږ كور دې، پاكستانيان زمونږ وروڼه خوياندي دي، ټول پاكستانيان زمونږ د كور كسان دي، مونږ هغوي له څه هم نه دي كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل داسې مه وائۍ، فلسطين د سيلاب ځپلو چې څه ډول مرسته كړي، هغه د هيرولو نه ده، پاكستان چري هم د فلسطينيانو مرسته نه شي هيرولې، ستاسو تر كاميابۍ به پاكستان غږ پورته كوي۔د فلسطين صدر محمود عباس ووئيل مونږ چري هم پاكستان نه شو هيرولې،سل كلونو راهسې مونږ پاكستانيان نه دې هير كړي، مفتي فلسطين تر خپل مرګ په پاكستان كښې ؤ، د هغه ډير خيال پاكستان ساتلې دې، د پاكستان جوړيدو څخه وړاندې مونږ د پاكستانيانو سره يو۔ وزيراعظم ووئيل فلسطين زمونږ د ايمان او يقين برخه ده، فلسطين زمونږ زړه دې۔ده ووئيل نن كنفرنس كښې د پاكستان حمايت كونكي لارښودو كښې تاسو شامل ئې، ستاسو د حمايت او جذبې د زړه نه مننه كوم