پاکستان، روسيه سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ د مخدوم شاه محمود قريشي د روسيه خپل همڅنګ سرګئۍ لاوروف سره ملاقات كښې خبرې

image

ماسکو 24 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان، روسيه سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په ماسكو كښې د روسيه خپل همڅنګ سرګئۍ لاوروف سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې زياتولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د روسيه خارجه وزير ماسکو ته په تګ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔دغسې دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او روسيه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان روسيه سره خپلو اريكو ته خاص اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې پرله پسې قوي كېږي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د پاکستان وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې اقتصادي ترجيحات او د سيمه ايزو روابطو ودې په اېجنډا عمل كېږي۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او روسيه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د روسيه خارجه وزير د افغانستان پحقله د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې په كاميابۍ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د پاکستان قيادت له مباركي وركړه او په 22م او 23م مارچ په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل 48مه متوقع غونډې كاميابۍ لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ دغسې خارجه وزير په تود هركلي كولو او د خلوص نه په ډك كوربتوب د روسيه د خپل همڅنګ مننه وكړه۔ خارجه سېكرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں